د یوناما مشره: طالبان د افغانستان د نیمايي نفوس حقونه تر پښو لاندې کوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۸

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د دې سازمان د سیاسي استازولۍ یا یوناما مشره روزا اوتونبایوا ویلي، چې په افغانستان کې پر مېرمنو او نجونو لګېدلي بندیزونه د حکومتي سیستم یوه برخه ګرځېدلې ده، چې بېلول یې ستونزمن دي.

نوموړي د اسلامي هېوادونو د همکارۍ په کنفرانس کې د افغان مېرمنو او نجونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او په افغانستان کې یې له بشري حقونو څخه روانې سرغړونې جدي وبللې.

نوموړې په جده کې “ښځې په اسلام کې” د کنفرانس په ترڅ کې وویل، چې د افغانستان واکمنان د افغانستان د نیمايي نفوس اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي او دا تر ټولو تریخ حقیقت دی.

هغې ویلي، چې په افغانستان کې د مېرمنو اوسنی وضعیت کړکېچن دی او له هر ډول ټولنیز فعالیت څخه بې برخې دي.

د دې کنفرانس په لومړۍ ورځ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنې محمد ویلي وو، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر مېرمنو او نجونو لګولو شویو محدودیتونو او روان وضعیت ته باید جدي پاملرنه وشي.

امنې محمد زیاته کړې وه، چې د نجونو د زدکړو، کار، سوداګرۍ او ټولنیز ژوند په تړاو د یوه روښانه راتلونکي ډاډ تر لاسه کېدلی شي او اړینه ده، چې په دغه برخه کې جدي اقدامات وشي.

نوموړې وايي، چې په اسلام کې د هغو ټولو تبعیضي قوانینو او دودنو د پای ته رسېدا حکم شوی چې له مخې یې زدکړې منع کیږي.

مېرمن محمد وویل: "د افغانستان مېرمنې باید د خپل راتلونکي په جوړولو کې پوره ونډه واخلي او هېواد د ودې لپاره د مېرمنو ونډې ته شدیده اړتیا ده".

د یوناما د مشرې د نویو څرګندونو په اړه طالبانو څه نه دي ویلي، خو له لومړیو څرګندونو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو موضوع حل ده او دوی ټول هغه قوانین وضع کړي کوم چې د اسلام ښکاره احکام دي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې په افغانستان کې د ښځو ټول اسلامي حقونه ورکړل شوي او نړۍواله ټولنه دې هڅه نه کوي، چې د افغانستان په داخلي موضوعاتو کې مداخله وکړي.

وروسته له هغې چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، په افغانستان کې یې د مېرمنو او نجونو پر کار، زده کړو او ټولنیزو فعالیتونو بندیز ولګاوه، دغې چارې د نړۍوالې ټولنې او بشري حقونو د یو شمېر سازمانونو غبرګونونه را وپارول؛ خو طالبانو د ښځو د زده کړو او کار مساله د دوی داخلي مساله ګڼلې ده.

نور خبرونه

رادیو