د بلوچستان پولیسو د چمن په پرلت کې د محسن داوړ د ګډون مخنیوی کړی

محسن داوړ وايي، د چمن پرلت کوونکو د بنسټیزو غوښتنو د غږ پورته کولو په موخه بلوچستان ته تللی و، خو د بلوچستان پولیسو چمن ته د تګ اجازه نه ده ورکړې او نوموړی یې نن د پنج شنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) له بلوچستان ایالته را ایستلی دی.

د ملي دیموکراتیک ګوند مشر محسن داوړ وايي، له تېرې ورځې راهیسې د بلوچستان ایالت پولیسو د نوموړي د اوسېدو ځای کلابند کړی و، او ورته ویلي یې و چې نه شي کولای د چمن له پرلت کوونکو سره یوځای شي.
محسن داوړ وايي: «تېره ورځ کوټې ته را ورسیدم غوښتل مې نن د پنجشنبې په ورځ چمن ته ولاړ شم او هلته د هغه پښتنو پرلت وهوونکو سره یو ځای شم چې د چمن ـ سپین بولدک پر دروازه پر پاسپورټ د تګ راتګ په غبرګون یې پرلت وهلی. دا دې پښتنو بنیادي غوښتنه ده او د دوی غږ بدرګه کول مې دنده ده. خو زما د اوسېدو ځای ته پولیس راغلل، او ویل یې چې له پاسه ورته امر شوی چې چمن ته زما له تګه مخنیوی وکړي او بیرته باید له کوټې ژر تر ژره ووځم.»
ښاغلی داوړ وايي، هغه ټولې لارې چې د پاکستان او افغانستان تر منځ پرې تګ راتګ کیږي د سلګونو کلونو راهیسې د ځایي قومونو ملکیت دی او د دې واک د پاکستان حکومت نه لري چې پاکستان په خپله خوښه د تګ راتګ پریکړې پرې ور وتپي.
نوموړی وايي: «دغو قومونو د پاکستان سره هماغه وخت داسې پرېکړي کړې چې پر دغه لارو به پر پاسپورټ تګ راتګ نه کیږي. خو اوس پاکستان پر دغو پرېکړو سترګې پټوي.»
د چمن اوسیدونکي د بلوچستان د پولیسو دغه کار غندي او وايي، د پاکستان استخباراتي ادارې تل د پښتنو سیاسي مشران ځوروي او نه غواړي چې د پښتنو له پاره غږ پورته شي.
محسن داوړ بلوچستان ایالت ته تللی و او غوښتل یې چې په چمن کې د پرلت وهونکو سره په پرلت کې ګډون وکړي او د پرلت له پاره د خلکو پر یو ځای کولو بوخت و.