مفتي منیر شاکر: انوارالحق کاکړ د افغان کډوالو د اېستلو لپاره «کرایه» شوی

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۷

د پښتونخوا یو مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر وايي، چې د پاکستان سرپرست وزیر د افغان کډوالو د اېستلو لپاره کرایه شوی دی.

نوموړی په یوه ویډیويي پیغام کې زیاتوي: «پښتانه په پاکستان کې هېڅ ځای نه لري او پښتون تل پر پښتون وهل کېږي».

مفتي منیر شاکر چې پر مذهبي او سیاسي مشرانو د نیوکو له امله مشهور دی، د سې شنبې په ورځ په خپل یوټیوب کې د ویډیو په خپرولو سره له پاکستانه د افغان کډوالو پر وتلو غږېدلی دی.

هغه د کډوالو د اېستلو په تړاو د انوارالحق کاکړ په مشرۍ د پاکستان پر سرپرست حکومت نیوکه کوي او وايي؛ «دښمن به هم له کوره په دومره بې عزتۍ ونه اېستل شي، لکه افغان کډوال چې اېستل کېږي.»

نوموړی وايي؛ د هند، برما او بنګله دېش ډېر مهاجر پاکستان کې شته؛ «خو داسې په بې عزتۍ به ونه اېستل شي، ځکه دې قامونو کې په کرایه څوک نه پېدا کېږي.»

هغه ویلي: "پښتون پر پښتون وهل کېږي، د پښتنو خلاف جاسوسان هم ټول پښتانه دي. اوس یې په کرایه کاکړ راوستلی دی، خالص په کرایه راغلی، پښتان به پرې عزته کړي. په داسې بې عزتۍ به دښمن څوک ونه باسي".

نوموړی وايي، کله چې کډوالو ته مرستې راتلې دا مرستې به «پاکستاني جنرالانو پټولې او ښې وریژې او کمپلې به چې راغلې، پوځیانو خرابې وریژې او کمپلې کډوالو ته ور کولې او ښې یې ځان ته ساتلې او هم یې نغدې پیسې پټولې.»

نوموړی وايي؛ کله به چې له پاکستان سره د افغان کډوالو لپاره نړیوالې مرستې کمې شوې، نو د دغه هېواد حکومت به د کډوالو د وتلو خبره وکړه، بیا به چې مرستې وشوې؛ «نو ویل به یې چې زموږ سینه پراخه ده، وي دې.»

هغه زیاتوي چې اوس پاکستان په کډوالو کې هیڅ ګټه نه ویني، په «بې عزتۍ» سره یې ستنوي.

مفتي منیر شاکر په دغه هېواد کې د پښتنو پر بد حالت هم غږېدلی او وايي؛ پښتون غلام ځکه ساتل کېږي چې د خپلو وسایلو پوښتنه ونه کړي.

هغه له پښتنو سره د پنجابي پوځیانو پر چلن نیوکه کوي او وايي؛ هر ځای ترې پوښتنې کوي او تالاشي کوي یې.

نور خبرونه

رادیو