طالبان: له ایران او پاکستانه په زور اېستل شوي کډوال خپلو پلرنیو مېنو ته لیږدول کيږي

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۶

د نومبر له لومړۍ نېټې څخه چې له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر روان دی، تر اوسه پورې سلګونه ستانه کړای شوي افغانان د هیواد بېلابېلو ولایتونو کې خپل اصلي ټاټوبي ته ګرځیدلي دي.

په دې لړ کې د پروان ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست یوازې دغه ولايت ته په تېرو شپږو ورځو کې د ٥٠٠ کورنيو د ستنېدو خبر ورکړی.
د یاد ریاست په خبره، په دغه شمېر کورنیو کې له ایرانه اېستل شوي کډوال هم شامل دي.
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت په خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې، له پکتیکا ولایت څخه هم تیره ورځ د ۳۴ تنو په ګډون ۵ راستنې شوې کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته ستنې شوې.
د سرچينې په وينا، څلور کورنۍ جوزجان او يوه کورنۍ لغمان ولايت ته لېږدول شوې دي.
سره له دې چې تر اوسه روښانه نه ده چې نورو کومو ولایتونو ته کډوال لیږدول شوي خو د طالب چارواکو په خبره په ډیرو ولایتونو کې د کډوالو د لاسنیوي لپاره چمتوالي نیول شوي دي.
د راپورونو له مخې، زرګونه کډوال چې د سپین بولدک او تورخم په لارو له څو ورځو راهیسې د اوښتو په تمه دي، له خورا ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

نور خبرونه

رادیو