طالبانو په پېښور کې د م، م د کډوالو اداره د افغان کډوالو په وړاندې په "بې پامۍ" تورنه کړه

AP ۱۴۰۲ لړم ۱۴

په پاکستان کې د طالبانو سفارت وايي، په پېښور کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې "بې پامۍ" د زرګونو افغان کډوالو د ثبتولو د ځنډ لامل شوه.

سفارت زیاته کړې، په داسې حال کې چې ۸زره افغان کډوال د خپلو ستونزو د هواري په تمه دي، د دغه دفتر فعالیت «په نشت حساب دی».

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت په اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې د دې ډلې سفیر سردار احمد شکیب په پېښور کې د ملګرو ملتونو د کډوالو او نورو اړوندو ادارو له ګډ مرکز څخه لېدنه کړې.

سفارت زیاته کړې چې په پېښور کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یوازې له څلورو څخه تر پنځو پورې کارکوونکي لري او هره ورځ له لسو تر پنځلسو افغان کورنیو نوم لیکنه کوي.

طالبانو دا هم ویلي چې په پېښور کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د دفتر په کارونو کې "ډیره بې احتیاطي" کیږي.

دغې ډلې زیاته کړې، چې د دې کارونو کموالی کډوال له سخت وضعیت سره مخ کړي او د یوه بشري ناورین وېره هم شته.

کډوالو ته د پاکستان د حکومت له خوا د "ناقانونه" پناه غوښتونکو د اېستلو له پاره د یو میاشتني ضرب الاجل له پای ته رسیدو وروسته، ددغه هیواد پولیسو د کډوالو نیول او بیرته ستنول پیل کړي دي.

د پاکستان حکومت د بشري حقونو سازمانونو او ځینو هېوادونو هغه غوښتنې رد کړې چې له مخې یې د افغان کډوالو د اېستلو د پریکړې د لغوه کېدو غوښتنه کړې وه.

په پاکستان کې شاوخوا یو میلیون او ۷لکه ناقانونه افغان کډوال ژوند کوي، چې په وروستیو ورځو کې لسګونه زره یې افغانستان ته ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو