ټیليګراف: د طالبانو د سختو مقرراتو له امله د هرات په زلزلې کې ښځې ژوندۍ ښخې پاتې شوې دي

AP ۱۴۰۲ لړم ۹

ټيليګراف ورځپاڼې د ژغورنې ډلې له قوله راپور ورکړی، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سختو مقرراتو په هرات کې په پرلپسې زلزلو کې مرګ ژوبله زیاته کړې او ښځې ژوندۍ په ګور شوي دي.

د ټیلیګراف په وینا؛ ښځو د زلزلې پر مهال له حجاب پرته د وتلو وېره درلوده.

ډیلي میل ورځپاڼې د ټیلیګراف په حواله لیکلي، چې له زلزلې وروسته د ژغورنې ډلو نارینه غړي نه شي کولی له ښځو سره د اختلاط پر وړاندې د طالبانو مقررات مات کړي او له خاورو لاندې یې را وباسي.

دغو مرستندویه کارکوونکو د نوم نه ښودلو په شرط ټیلیګراف ورځپاڼې ته ویلي، چې دا کار د افغانستان په لویدیځ کې په وروستیو زلزلو کې د وژل شویو ښځو د شمېر د زیاتوالي لامل شوی دی.

تر دې مخکې سکای نیوز هم راپور ورکړی و، چې د طالبانو سخت قوانین د هرات په زلزله کې د لسګونو ښځو د وژل کېدو لامل شوی دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف ویلي وو، چې د هرات د زلزلې نېږدې ۹۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.

ډیلي میل په هرات کې د یوه روغتیايي چارواکي قاسم سادات له قوله لیکلي: "د زلزلې پر مهال اکثره ناروغان [ټپیان] ښځې او ماشومان وو؛ ځکه دوی په کورونو کې وو."

وروسته له هغه چې طالبانو د ۱۴۰۰ کال د اسد په ۲۴مه د کابل واک ترلاسه کړ، دوی د ښځو او نجونو په وړاندې سخت قوانین وضع کړل.

د دې مقرراتو له مخې؛ ښځې له حجاب پرته له کوره د وتلو اجازه نه لري.

د طالبانو د حکم له مخې؛ ښځې باید خپل بدن له سر څخه تر پښو پورې په حجاب کې پټ کړي.

دا بندیزونه د هغو پراخو محدودیتونو یوه برخه ده، چې طالبانو د ښځو پر ازادۍ لګولي دي. د زده کړې، کار، پارکونو، لوبغالو، سپورتي کلبونو ته د تګ او له محرم پرته د سفر منع هم شامل دي.

نور خبرونه

رادیو