اروپايي ټولنه په افغانستان کې د سوداګرو او کارګرو ښځو د ملاتړ لپاره ۱۵ میلیونه یورو ورکوي

AP ۱۴۰۲ لړم ۹

په کابل کې د اروپايي ټولنې استازولۍ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیایي دفتر ته ۱۵ میلیونه یورو ورکوي، چې د ښځو په مشرۍ د سیمه ییزو سوداګریو او مالي خدمتونو ته د هغوی د لاسرسي په برخه کې مرسته وکړي.

په کابل کې د دې اتحاديې د نماينده ګۍ مشرې رفايله اديس وويل، د ښځو پياوړتيا له اقتصادي اړخه مهمه ده.

په کابل کې د اروپايي ټولنې د ماموریت سرپرستې د سې شنبې په ورځ (لړم ۹ مه ) پر ایکس پاڼه لیکلي، چې اروپايي ټولنه به د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د سیمه ییزو سوداګرو او ځوانو متشبثینو د ملاتړ لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي دفتر ته ۱۵ میلیونه یورو ورکوي.

دا مرستې په افغانستان کې د ښځو د کارونو د ملاتړ لپاره په داسې حال کې ورکول کېږي، چې طالبانو د ښځو پر کار پراخ محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو د افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو وروسته په پرله پسې ډول د څو فرمانونو په صادرولو سره پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي دي.

له څه باندې دوو کلونو وروسته په دولتي او نادولتي ادارو کې د ښځو د کار او ځینو نورو دندو په اړه د طالبانو تګلاره لا هم نه ده بدله شوې.

نور خبرونه

رادیو