د دوو نړۍوالو بنسټونو راپور: افغانستان د ښځو د پرمختګ لپاره تر ټولو بد هېواد دی

AP ۱۴۰۲ لړم ۳

د جورج ټاون انسټیټیوټ او د اوسلو د سولې څېړنیزې ټولنې د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان د ښځو د پرمختګ له پلوه د ۱۷۷ هېوادونو په منځ کې وروستی ځای لري.

د اوسلو د سولې څېړنیزې ټولنې مشر وايي، د افغان ښځو د وضعیت په اړه راپور «د نړۍ د مشرانو لپاره د خطر زنګ دی.»

د ښځو، سولې او امنیت لپاره د جورج ټاون انسټیټیوټ د نړۍ په ۱۷۷ هېوادونو کې د ښځو وضعیت د ګډون، عدالت او امنیت په درېیو برخو کې څېړلی دی.

د دغې څېړنې معلومات د ملګرو ملتونو، نړۍوال بانک، ګالپ رای ورکولو موسسې او یوشمېر نورو سرچینو څخه راټول شوي دي.

دغې څېړنې په ۱۷۷ هېوادونو کې نورې برخې لکه د ښځو زده‌کړې، د مېندو مړینه، د ښځو لپاره کارموندنه، سیسټماټیک تاوتریخوالی، جنسي تاوتریخوالی او داسې نور هم څېړلي دي.

دغه انسټیټیوټ وايي، هغه هېوادونه چې د «څپ څپانده دولت» په کټګورۍ کې ډلبندي شوي ترټولو خراب فعالیت لري.

په دې کټګورۍ کې افغانستان چې د «څپ څپانده دولت» درلودونکی دی، د ښخو په وړاندې تر ټولو ناوړه حالت کې دی.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو او نجونو وضعیت په چټکۍ سره خراب شوی دی.

څه موده وړاندې نړۍوال اقتصادي فورم اعلان وکړ، چې افغانستان په نړۍ کې د ښځو لپاره تر ټولو بد ځای بلل شوی دی.

طالبانو پر ښځو د حرفوي، تعلیمي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو بندیزونو په لګولو سره افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو بد ځای ګرځولی دی.

د اوسلو د سولې څېړنیزې ټولنې مشر تورون اېل ترېګستاد د یوې خبرپاڼې له لارې ویلي، «افغان ښځې له دندې، زده‌کړو او ازادۍ پرته خپله ورځ پیلوي.»

پر افغانستان سربېره یمن، مرکزي افریقا، د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت، سوډان، سوریه، سومالیا او عراق د ښځو لپاره تر ټولو بد هېوادونه بلل کېږي.

خو د ډنمارک، سویس، سویډن، فنلینډ، ایسلینډ، لوګزامبورګ، ناروې، اتریش، هالېنډ او نیوزیلینډ په څېر هېوادونه د ښځو لپاره د لسو غوره هېوادونو په نوملړ کې دي.

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالات په مخکني راپور کې له ۲۱م مقامه ۳۷م مقام ته راښکته شوی، چې ښيي په دغه هېواد کې د ښځو پرمختګ مخ په کمېدو دی.

متحده عربي امارات یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د ښځو د پرمختګ له مخې په ۲۲م ځای کې دی او له فرانسې، انګلستان او امریکا مخکې دی.

نور خبرونه

رادیو