د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دولسو غړو د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیستماتیک تبعیض غندلی دی

AP ۱۴۰۲ لړم ۳

د درېیو دایمي غړو په ګډون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دولسو غړو په یوه اعلامیه کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیستماتیک تبعیض غندلی دی.

په دغو هېوادونو کې برازیل، البانیا، اېکوادور، فرانسه، امریکا، ګابون، جاپان، مالتا، سويس، متحده عربي امارات او انګلستان شامل دي.

د دغو هېوادونو استازو په یوه ګډه اعلامیه کې لیکلي چې "له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه او سیستماتیک تبعیض" او د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې بېلګې کېدی شي.

دغو دولسو هېوادونو د چهارشنبې په ورځ (د لړم درېیمه) د ښځو، سولې او امنيت په اړه د امنیت شورا په اعلامیه کې ویل شوي: «موږ له افغانستان سره د خپلو هغو ژمنو د عملي کېدو یادونه کوو، چې د هغو سندونو د احکامو یې افغانستان غړی هېواد دی".

دغو هېوادونو ټینګار وکړ، چې د تصمیم نیونې په ټولو بهیرونو کې د ښځو د بشپړ ګډون لپاره د شرایطو برابرول به د نړۍوالې سولې او امنیت له پراختیا سره مرسته وکړي.

دغې ډلې ویلي: "لکه څنګه چې د عمومي منشي راپور ټینګار کوي، موږ باید هر وخت د ټولو ښځو او نجونو د حقونو د ساتنې او درناوي د مطلق اړتیا او د ښځو پر وړاندې د سیاسي تشدد پر وړاندې روښانه واوسو".

د ملګرو ملتونو او اسلامي هېوادونو له پرله پسې غندنې سره- سره طالبان د ښځو په اړه له خپل دریځه نه دي وتلي.

د بشري حقونو د سازمانونو په وینا؛ طالبانو ښځې له ټولنیز فعالیت څخه بې برخې کړي. د افغانستان د واک تر لاسه کولو راهیسې طالبانو تر ۵۰ زیات فرمانونه صادر کړي او د ښځو پر وړاندې یې پراخ بندیزونه لګولي دي.

طالبانو د ښځو ډېر اساسي حقونه لکه؛ ښوونه او روزنه، کار، سفر، سپورت او په پارکونو کې تفریح ​​کول منع کړي دي او په دې برخه کې د خپل موقف د توجیه کولو لپاره یې شرعي اصول او داخلي مسایل د دلایلو په توګه وړاندې کړي دي.

د بشري حقونو بنسټونه د تعلیم، کار او سفر د منع کولو پالیسي د جنسیت د توپیر د روښانه مثال په توګه بیانوي.

نور خبرونه

رادیو