طالبانو د ملګرو ملتونو پلاوي ته ویلي، د نجونو لپاره د ښوونځیو د پرانیستلو نېټه نه شي ټاکلی

AP ۱۴۰۲ لړم ۳

طالبانو په کابل کې د ملګرو ملتونو پلاوي ته ویلي، چې دوی د نجونو لپاره د ښوونځیو د پرانیستلو نېټه نه شي ټاکلی؛ خو له ملګرو ملتونو غواړي چې له دوی سره مرستې او تعامل ته غاړه کېږدي.

د طالبانو د عمومی مشر ملا هبت الله د دفتر غړو او نږدی همکارانو د ملګرو ملتونو له استازو سره په کابل کې دغه خبرې کړي.

افغانستان انټرنشنل ته ځینو ځانګړو سرچېنو ویلي په پام کې وه، د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږي کوونکی او مفتش فریدون سینیرلي اوغلو په کندهار کې د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره وویني؛ خو د هغه سفر د ناڅرګنده لاملونو له امله ترسره نه شو او په پای کې د ملا هبت الله له‌خوا اته کسیز پلاوی له کندهاره کابل ته ورغی چې د ملګرو ملتونو له دغه پلاوي سره وویني.


د طالبانو په دغه پلاوي کې ملا هبت الله ته نږدې کسان جان محمد مدني، ملا شمس الله، احمدجان عمري، عبدال هادي تراب، ملا محمد مجاهد، ملا محمد رسول او اختر محمد زعفراني شامل وو.


په دغو مخامخ خبرو کې له طالبانو وغوښتل شول، چې په افغانستان کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي او مېرمنو ته دې د کار اجازه ورکړل شي، چې په دې توګه طالبانو ته د کورني مشروعیت د تر لاسه کولو لاره هواره شي.
د طالبانو د پلاوي په استازولۍ ملا محمدجان مدني د ملګرو ملتونو پلاوي ته ویلي چې، دوی په کور دننه له بشپړ مشروعیت څخه برخمن دي؛ خو د بهرني مشروعیت په اړه بهرنیان له دوی سره ترخه ژبه کاروي او د تعامل په برخه کې ناغېړي کوي.
ملا مدني زیاته کړه:« موږ د مېرمنو لپاره د داسې حرفوي زده‌کړو او ملي صنایعو د دودولو په لارو چارو په لټه کې یو چې مېرمنې وتوانیږی په راتلونکې کې له خپلو کورونو کار وکړي او پر ځان بسیا شي.»


ملا مدني دا رنګه ویلي، چې دوی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له وزارت سره په ګډه کار کوي چې نجونو ته په راتلونکې کانکور ازموینه کې د ګډون زمینه برابره کړي.
د دغې ناستې پر مهال د ملګرو ملتونو استازیو په وار، وار طالبانو ته یادونه وکړه، چې د دوو کالو راهیسې تاسې د نجونو لپاره نه د نصاب په جوړولو یوه خوله شوئ او نه مو ورته ځانګړی چاپیریال هغسې چې تاسې یې غواړئ برابر کړ، ایا د دغه کار د عملي کولو لپاره کومه نېټه ځانګړې کولای شئ؟
د ملګرو ملتونو پلاوي ته د طالبانو ځواب دا و چې، دوی دغې مسلې ته نېټه نه شي ټاکلی؛ خو له ملګرو ملتونو غواړي چې د نجونو لپاره د جلا ټولګیو په جوړولو کې د دوی ملاتړ وکړي.


په دغې لېدنه کې د ملګرو ملتونو استازیو طالبانو ته په ډانګ پییلې توګه ویلي، تر هغې پورې چې طالبانو په دې برخه کې عملي ګامونه نه وي اخیستي هغوی د هیڅ ډول مرستې او ملاتړ ژمنه نه شي ورکولای.


دا لومړی ځل نه دی او ښايي وروستی ځل هم نه شي، چې یو شمېر بهرني سیاستوال، بنسټونه او نړۍوالې معتبرې ادارې غواړي د طالبانو له مشر سره وویني؛ خو هغه په خپله د دغو بنسټونو سره د مخامخ خبرو څخه ډډه کوي او لېږل شوي پلاوي یې هم دومره واکمن او ځواکمن نه دي، چې په خپل سر خبرې اترې وکړي او یا هم په مهمو مسلو کې له بهرنیانو سره ژمنې وکړي.

نور خبرونه

رادیو