طالبانو په هغو ښوونځیو کې د نجونو زده کړو مخه نیولې چې جرمني يې مالي ملاتړ کاوه

AP ۱۴۰۲ لړم ۲

د جرمني د یوې خصوصي ټولنې چارواکي وایي، دغه ټولنه چې د افغانستان په شمال او لوېدیځ کې د څه باندې ۵۰ ښوونځیو مالي ملاتړ کوي، طالبانو د دې ټولنې په ښوونځیو کې له ۱۲ کلونو څخه د کم عمره نجونو د زده کړې مخه نیولې ده.

د جرمني د اوستشتاین بک ټولنې مشرې مارګا فلاډر چې تېره میاشت د افغانستان په شمال کې د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د دې ټولنې په ملاتړ له یوه ښوونځي څخه لیدنه کړې، وايي چې د دوی له تګ وروسته وضعیت خراب شوی دی.

جرمنۍ ورځپاڼې هامبرګر ابندبلاټ د دوشنبې په ورځ د فلاډر په حواله لیکلي: «له بده مرغه زموږ له وتلو وروسته وضعیت خراب شوی دی، ځکه چې د طالبانو د پوهنې وزارت یو پلاوی له کابل څخه د دغو ښوونځیو د څارنې لپاره راغلی و.»

مارګا فلاډر، چې له شلو کلونو راهیسې د دغې ټولنې مشري کوي وايي چې، افغانستان ته یې له سفر او له استادانو او زده کوونکو سره له لیدنې خوند واخیست: «موږ ښه سفر درلود او د خپلو سلګونو زده کونکو سره مو په ټولګیو کې، او همدارنګه ډیری مېرمنو ته چې زموږ د پروژو له لارې پیسې ورکول کیږي، ولیدلې.»

د نوموړې په وینا: «هغوی هم زموږ په لېدو خوشحاله شول، خو دا خوښي دوامداره نه وه؛ ځکه چې اوس د زده کوونکو وضعیت خراب شوی او دوی اړ دي چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې لپاره د "کرونا دورې پلان" بیا پیل کړي.»

په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د بنديزونو په اړه د طالبانو دغه اقدام د یادې ټولنې کار ته چې له تېرو څلوېښتو کلو راهيسې د افغان نجونو د زده کړو په برخه کې کار کوي، ډېر بد ګوزار ورکړی دی.

مارګا فلاډر وايي: «زما لپاره دا سخته ده چې دا موضوع ومنم، خو د یو څه مودې لپاره موږ باید د خپلو ۱۳۰ کارمنانو ساتنې لپاره ډیر احتیاط وکړو.»

نور خبرونه

رادیو