یوناما په افغانستان کې د روان بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده

AP ۱۴۰۲ لړم ۱

د افغانستان د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) د خپل نوي راپور په ترڅ کې ویلي، چې لا هم په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندې کیږي، ښځې له ټولنیز ژوند څخه محرومې او محدودې دي او خپلسرې شکنجې او وژنې روانې دي.

دغه راپور چې د جولایي، اګسټ او سپټمبر د میاشتو له پېښو او ارزونو څخه رغېدلی؛ پکې د ښځو د محدودیتونو تر څنګ د تېر حکومت د کارکوونکو شکنجې، بندیزونه، سرغړونې، رسنۍ او د بدني سزاګانو مفصل معلومات شریک شوي دي.

ښځې او د هغوی حقونه:

یوناما په خپل راپور کې ویلي، چې لا هم په افغانستان کې ښځې د کار حق نه لري، په راپور کې راغلي د جولايي په ۱۹ نېټه د سنګارتونونو شاوخوا ۲۵څښتنان او د هغوي کارمندان په کابل کې د یوه سوله ییز لاريون په موخه سره راغونډ شوي وو، چې د طالبانو له خوا د اوبو په پاشلو او اخطاري هوایي ډزو په کارولو په زور سره تیت کړی شول. څلور ښځینه لاریونوالې ونیول شوې.

یوناما په خپل راپور کې د ښځو تګ راتګ او زده کړو محدودیتونه هم یاد کړي او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان ښځې لا هم محدودې او له ټولنیز ژونده بې برخې دي.

د پخواني حکومت غړو شکنجه او نیونه:

په دغه راپور کې یوناما خپل پخواني راپور ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي، چې د پخواني حکومت د غړو پر وړاندې لا هم خشن چلند روان دی او د عمومي بخښنې مساله درسته نه تطبیقیږي.

په راپور کې راغلي، چې د سپټمبر تر نیمایي پورې په زندانونو کې د بندیانو شمېر له ۱۷۰۰۰څخه لوړ شوی، چې ۱۰۰۰۰ له هغه اوسط څخه زیاتوالی ګڼل کېږي، چې برحاله د زندانونو د چارو د سمون ادارې یې د ۲۰۲۲ کال له نیمایي راهیسې ساتل په پام کې نیولي.

راپور زیاتوي، چې په دومره لوی شمېر بندیان د دې لامل کیږي، چې له بندیانو سره درست او معیاري چلند ونه شي، په کافي اندازه خواړه ور ونه رسیږي او له روغتیايي خدماتو بې برخې شي.

یوناما وايي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو ریاست له خوا له بندیانو سره په دوامدار ډول نادرست چلند کیږي، هغوی شکنجه کوي او ناوړه چلند ورسره کوي؛ خو د دغې مسالې د تعقیب کومه بدیله لار نه شته.

پر خبریالانو، فعالانو او رسنیو بندیزونه:

د یوناما په راپور کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بېلابېلو خبریالانو نیول، د رسنیو تړل او د یو شمېر مدني او بشري حقونو د فعالانو د نیولو او شکنجه کولو خبره هم کړې ده.

راپور وايي، چې طالبانو له یو شمېر خبریالانو او د بشري حقونو له مدافعینو سره ناوړه چلند کړی او دا چاره لا هم دوام لري، په راپور کې یې د بېلابېلو ولایاتو څخه مستندې بېلګې هم راغلې دي.

د طالبانو امر بالمعروف:

په دغه راپور کې د طالبانو د امر بالمعروف د وزارت کارونو ته د مستندو بېلګو په ارزولو کتنه شوې او پکې ویل شوي، چې د دغه وزارت محتسبین خلک په ږیرو او ویښتو شکنجه کوي او په موسیقۍ اورېدو یې هم بندیز لګولی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې یاد وزارت پر ښځو کلک محدودیتونه هم وضع کړي او په ښارونو کې یې جدي څار جاري کړی دی.

همداراز په دغه راپور کې د خاص اروزګان د شپږو هزاره وګړو د وژنې مساله هم یاده شوې او پکې ویل شوي، چې په غزني کې د شعیه لاریونوالو د ډارولو په موخه طالبانو پر ملکي وګړو ډزې کړي او د یو ماشوم او مېرمنې په ګډون یې څو کسان وژلي دي.

یوناما په دغه راپور کې د طالبانو سختو فرمانونو او عدلي سیستم ته هم اشاره کړې ده.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې راهیسې کله چې طالبانو بیا واک تر لاسه کړ، ګڼې د بشري حقونو د سرغړونو پېښې ثبت شوي، پر رسنیو محدویت وضع شوی، مېرمنې له ټولنیز ژونده بې برخې شوي، پر زده کړو او کار یې بندیز لګېدلی او د پخواني حکومت غړي شکنجه شوي، ورک شوي او وژل شوي دي.

دغې چارې په نړۍواله کچه د بشري او مدني حقونو د مدافعینو اندېښنې راپورته کړي دي، نړۍوالې ټولنې هم بیا – بیا پر طالبانو د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو، د ښځو او بشري حقونو د پالنې غوښتنه کړې ده.

خو طالبانو بیا ویلي، چې د دوی حکومت یو ټولګډونه حکومت دی او نورې مسالې د دوی داخلي مسالې دي، چې چا ته پکې د مداخلې حق نه ورکوي.

د یاد راپور په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو