په کابل کې معترضو مېرمنو یو ځل بیا د طالبانو له بنده د مدني فعالانو د ازادولو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۲ تله ۳۰

ځینو اعتراض کوونکو ښځو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له بند څخه د ژولیا پارسي، ندا پرواني، مطیع الله ویسا او رسول پارسي د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې.

د «ازادۍ پر لور د معترضو ښځو غورځنګ» د طالبانو له خوا د ښځو او مدني فعالانو بندي ساتل، د دغې ډلې «حذفي سیاست» بللی.

دغو معترضو مېرمنو د شنبې په ورځ (د تلې ۲۹مه) په کابل کې د یوې راټولېدنې پرمهال له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې طالبان په رسمیت و نه پېژني.

د «ازادۍ پر لور د معترضو ښځو غورځنګ» د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي: «موږ د طالبانو د استبدادي واکمنۍ د ختمېدو غوښتونکي یو.

«با ثباته افغانستان د خلکو د ازادۍ او د ټولنې د ټولو پرګنو په تېره بیا د ښځو لپاره د یو باثباته دریځ پر بنسټ د یوه ډیموکراټیک حکومت جوړولو ته اړتیا لري.»

په دې لیک کې ټینګار شوی چې ازادي د هر انسان طبیعي او مدني حق دی او د طالبانو له بندخونې د فعالانو د خلاصون لپاره باید عملي او بیړني ګامونه واخیستل شي.

تر دې مخکې هم د بشري حقونو سازمانونو او د ځینو هېوادونو چارواکو د طالبانو له بنده د فعالانو د خلاصون غوښتنه کړې وه.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو څو ځلې مدني فعالان او لاریون کوونکې ښځې نیولې او ځورولې دي.

نور خبرونه

رادیو