د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډله بنګله دېش ته لاړه

AP ۱۴۰۲ تله ۲۸

د پاکستان د ښځو کرېکټ ملي لوبډله د جمعې په ورځ په څو لوبلړیو کې د ګډون لپاره بنګله دېش ته روانه شوه.

دا لوبډله د بنګله دېش له ملي لوبډلې سره د نومبر تر لسمې درې شل اوره او درې پنځوس اوره لوبلړۍ لري.

د پاکستان رادیو د راپور له مخې، دا لوبې د کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۲ – ۲۵ د ښځو اتلولۍ برخه دي.

د پاکستان د ښځو کرېکټ لوبډله د دوبۍ له لارې ډاکې ته ورسېده او له هغه ځای چتاګرام ته روانه شوه چې د اکتوبر پر ۲۵، ۲۷ او ۲۹ پکې درې نړیوالې شل اوره سیالۍ کېږي.

نور خبرونه

رادیو