د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی عبدالعظیم بدخشي د خپل سوېلي کوریا له سیال سره قفس ته ځي

د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړی عبدالعظیم بدخشي ۲۸ کلن دی. هغه تراوسه ۱۶ مبارزې کړې، چې لس بریاوې او درې ماتې لري. له بلې خوا له سوېلي کوریا «هایه‌جین پارک» ۱۳ مبارزې کړې، چې هغه هم لس بریاوې او درې ماتې لري.

دغه سیالۍ د هندوستان اوترا پرادېش ایالت په «نوېډا» کې کېږي. عبدالعظیم بدخشي د سویلي اسیا په اېم، ‌اېم، ‌اې کې لومړی مقام لري او په دغې مبارزه کې د خپل مقام د ساتنې، او لا ډېرو بریاوو په لټه دی.


دغه سیالي به د شنبې په ورځ د لړم په ۶مه د کابل په وخت اته بجې پیل شي، چې «افغانستان انټرنشنل» یې په ژوندۍ بڼه خپروي.