د طالبانو صنعت او سوداګرۍ وزارت: د ښځو لپاره د کار او اقتصادي پیاوړتیا پلان لرو

AP ۱۴۰۲ تله ۲۵

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د افغان ښځو او کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د دغه وزارت پلانونه اعلان کړل.

د دغه پلان له مخې به په ۸ ولایتونو کې بې وزلو او کسب ګرو ښځو ته د کار زمینه برابره شي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اعلان وکړ چې د کورنیو او ښځو د پرمختګ لپاره د پروژو د پلي کولو په برخه کې يې له ۱۱ مرستندویه موسسو سره د وړو سوداګریو، اقتصادي پیاوړتیااو کار زده کړې په برخو کې هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

هغه زیاته کړه، د ۲،۵ میلیونه ډالرو په ارزښت دغه پروژې به په کابل، هرات، بلخ، سمنګان، جوزجان، بامیان، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې پیل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي چې سږ کال یې په ۱۶ ولایتونو کې له کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د کوچنیو، لږکوچنیو او منځنیو سوداګریو د ودې او پراختیا په موخه په ۱۶ ولایتونو کې د څه باندې ۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۱ پروژې لاسلیک کړي دي. چې۳۵۰ زره کسان ترې ګټه پورته کوي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب هم وايي، چې اوسمهال د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې ورسره۴۶ کورني او بهرني نادولتي بنسټونه ثبت شوي دي.

هغه زياته کړه: «د دغو بنسټونو همکاري کولاى شي د کورنيو د اقتصادي پياوړتيا، د بې وزلو کورنيو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د پانګې وتلو د مخنيوي، د کورني توليد د زياتوالي، د کليو د متوازن انکشاف او د کورنيو د سوکالۍ د ښه والي لپاره مناسب پلاټفورم وي.»

نور خبرونه

رادیو