په تخار ولايت کې د کورني تاوتريخوالي له امله څلور تنه وژل شوي دي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۴

تېره شپه د مرکز تالقانو اړوند د خس کپې په سیمه کې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي.

ځايي امنیتي مسولان وايي دغه څلور تنه چې د یوې کورنۍ غړي و د عبدالستار په نوم د دغې کورنۍ د زوم له لوري وژل شوي دي او څلور نور ټپیان دي.

په وژل شویو کې دوه ښځې او دوه تنه يې ماشومان دي.

سرچینه وايي خپله عبدالستار نومی تښتېدلی خو له هغه سره په دغه کار کې ښکېل یو تن يې نیولی دی.

د تالقان امنيتي مسولان وايي، «له نيول شوي يو تن څخه د قضيې اړوند پلټنې روانې دي.»

تر اوسه پورې دا روښانه نه ده چې ولې دا پېښه رامنځته شوې خو ويل کیږي چې کیدای شي لامل یې کورنی تاوتریخالی وي.

نور خبرونه

رادیو