محمد اشرف غني: شهزادګۍ هندیه له افغانستان سره د تلپاتې مینې روښانه بېلګه وه

AP ۱۴۰۲ تله ۲۳

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت پخواني ولسشمر محمد اشرف غني د شهزادګۍ هندیې د مړینې په اړه د خواشینۍ په یوه پیغام کې ويلي، چې نوموړې د فکري ځواکمنتیا، پراخوالي او له افغانستان او خلکو سره د نه ماتېدونکې او تلپاتې مینې یوه روښانه بېلګه وه.

نوموړي پر خپلې فیسبوک پاڼه د تسلیت په یوه یادښت کې لیکلي، چې شهزادګۍ هندیه د غربت او جلا وطنۍ په دیار کې مړه شوې او هغه د غازي امان الله خان او ملکې ثریا د فکري میراث نښه وه.

په یادښت کې راغلي، چې د شهزادګۍ هندیې شخصیت او له وطن سره د علاقې تومنه د هغې د نیا سراج الخواتین څخه متاثره وه.

د پخواني ولسمشر په یادښت کې د هغه کاري دورې ته په اشارې ویل شوي، چې له اوږدې مودې وروسته افغانستان ته د بېرته راتګ زمینه ورته برابره شوې وه. ولسمشر غني او بي بي ګل یې له خبرو او نظریاتو څخه زده کړه کړې او هغه یې عملي کړي دي.

تېره ورځ د افغانستان د پخواني پاچا غازي امان الله خان لور شهزادګۍ هندیه د ۹۴ کلونو په عمر په ایټالیا کې مړه شوه.

د شهزادګۍ هندیه لور ثریا ملک پر فیسبوک د خپلې مور مړینه تایید کړې او لیکلي یې دي، چې هندیه د شنبې په شپه (د تلې په ۲۱مه) نېټه د ایټالیا په روم ښار کې مړه شوه.

شهزادګۍ هندیه د اروپا په بیلابېلو ښارونو کې په خپلو ویناوو کې ډېره هڅه وکړه، چې د نړۍ پام په ۲۰۰۱-۱۹۹۶ میلادي کلونو کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ناسمو سیاستونو په لور راواړوي.

هغه د شاه امان الله او ملکې ثریا له نهو اولادونو څخه یوه وه.

شهزادګۍ هندیه د خپل پلار له ګوښه کېدو پنځه میاشتې وروسته د ۱۹۲۹میلادي کال د جنورۍ په ۱۴ مه د هند په ممبۍ ښار کې وزېږیده او وروسته بیا له خپلې کورنۍ سره ایټالیا ته ولاړه.

نوموړې په لومړي ځل د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال کابل ته راغله او وروستی سفر یې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د واکمنۍ پر مهال و.

تر اوسه دا نه ده روښانه چې د نوموړې جسد به افغانستان ته راوړي او که په ایټالیا کې به یې خاورو ته سپاري.

نور خبرونه

رادیو