د کرېکټ په تاریخ کې نړۍوال رېکارډ؛ د ارجنټاین ښځینه کرېکټ لوبډلې په یو اور کې ۵۲ منډې کړې

AP ۱۴۰۲ تله ۲۳

د ښځو د کرېکټ د نړۍوالو شل اوریزو لوبو په جریان کې د ارجنټاین د ښځو ملي لوبډلې د تېرې جمعې په ورځ د چیلي د ښځو د ملي لوبډلې پر وړاندې خپله لوبه کې ۴۲۷ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه په یو اور کې د ۵۲ منډو په کولو سره د یوه نړۍوال ریکارډ په جوړېدو د ارجنټاین په ګټه تمامه شوه.

د سیالۍ په پیل کې د چیلي ښځینه کرېکټ لوبډلې پچه وګټله او ارجنټاین ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، خو د کرېکټ د مبصرینو په وینا دا پرېکړه یوه نادرسته پرېکړه وه؛ ځکه ارجنټاین په شلو اورونو کې د یوې لوبغاړې په سوځېدو ۴۲۷ منډې جوړې کړې.

دا د ښځینه کرېکټ په تاریخ کې تر ټولو ډېرې منډې دي، چې په یوې شل اوره لوبه کې کیږي.

تر دې وړاندې د بحرین ښځینه لوبډلې په یوه نړۍواله شل اوریزه سیالۍ کې ۳۱۸ منډې جوړې کړې وې.

د چیلي پر وړاندې د ارجنټاین ښځینه لوبډلې دواړو د پیل توپ وهونکو سلیزې بشپړې کړې او د لومړۍ وېکټې لپاره یې د ۳۵۰ منډو ریکارډ جوړ کړ.

د ارجنټاین د پیل توپ وهونکې البرټینا ګلان د ۱۴۵ ناسوځیدلو منډو او لوسیا ټیلر د ۱۶۹ منډو ریکارډ جوړ کړ.

د ارجنټاین لوبډلې په ۴۲۷ منډو کې ۵۷ څلوریزې وهلې، خو په ټوله لوبه کې یې کومه شپږیزه نه ده وهلې.

د چیلي د توپ اچوونکو په ډله کې له کونس تنزا څخه په څلورو اورونو کې ۹۲ منډې اخیستل شوې وې او په یوه اور کې د ۵۲ منډو په ورکولو سره، ارجنټاین د ښځینه کرېکټ په تاریخ کې نړۍوال ریکارډ جوړ کړ.

د چیلي د توپ وهنې په پاڼۍ کې دغه لوبډله په ۱۵ اورونو کې د ۶۳ منډو په جوړولو وسوځېده او لوبه د ارجنټاین په ګټه تمامه شوه.

د کرېکټ د شل اوره نړۍوالو لوبو د نړۍوالو ریکارډونو په ډله کې د ارجنټاین دا بریا تر ټولو لویه او تاریخ جوړوونکې بریا وبلل شوه.

نور خبرونه

رادیو