د کلیوالو مېرمنو نړۍواله ورځ؛ د هرات په زلزله کې تر ټولو ډېرې کلیوالې مېرمنې زیانمنې شوې

AP ۱۴۰۲ تله ۲۳

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د کلیوالو ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت لیکلي، چې د هرات په لرې پرتو کلیوالو سیمو کې د وروستیو زلزلو له امله تر نورو اقشارو ښځې ډېرې زیانمنې شوې دي.

د اکټوبر ۱۵مه د ملګرو ملتونو په کالیز کې د کلیوالو ښځو نړۍواله ورځ نومول شوې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر د معلوماتو له مخې، اوسمهال د هرات له ښځو سره د متخصصینو د مشورو او ټولنیزو رواني مرستو له لارې ملاتړ کېږي.

په ورته وخت کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق «یونیسېف» هم ویلي، چې د هرات ولایت د وروستیو زلزلو په زیانمنو شویو کې یې نږدې ۹۰ زیانمن شوي ښځې او ماشومان دي.

د تېرې اونۍ له پیله په هرات کې څو ځله زلزله شوې، نن د یکشنبې ورځ «د تلې ۲۳مه» سهار د افغانستان لویدیځ هرات ولایت د رېښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزلې ولړزاوه.

تر لومړۍ زلزلې نږدې شل دقیقې وروسته د دویم ځل لپاره هم د ۵،۵ درجې په شدت زلزله وشوه او په هغې پسې بیا بله ۴،۲ زلزله وه.

د نننۍ زلزلې د لومړي ټکان مرکز د هرات ښار ۳۶ کیلو مترۍ کې او د دويم ټکان مرکز د یاد ولایت په ۲۶ کیلو مترۍ کې ښودل شوی.

نور خبرونه

رادیو