د روغتیا نړۍوال سازمان د هرات زلزله ځپلو سېمو ته ۲۱ روغتیایي کارکوونکې استولې دي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۲

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د هرات زلزله ځپلو سیمو ته ۲۱ ښځینه ډاکټرانې، روغتیاپالې او قابلې تللې دي چې د ګرځنده ډلو سره د زیانمنو شویو کسانو د روغتیا او تغذیې په برخه کې مرسته وکړي.

دغه سازمان نن شنبه د (تلې ۲۲مه) په خپلې اېکس پاڼه ‏لیکلي، چې دغه ښځینه روغتیایي کارکوونکې به د یوې اونۍ لپاره د هرات د زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.

تر دې وړاندې د هرات زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ځینې روغتیایي ډلې له کابله هم دغه ولایت ته تللې وې.

د دې تر څنګ د ځینو بهرنیو هېوادونو ژغورونکې ډلې هم زلزله ځپلو سیمو ته د مرستو په موخه ورغلې وې، چې په دغو ډلو کې د قزاقستان هېواد ډلې کار پای ته رسېدلی او بېرته خپل هېواد ته ستنه شوېده.

نور خبرونه

رادیو