رینا امیري: د وروستۍ زلزلې تر ټولو لوړه بیه ښځې او ماشومان پرې کوي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۲

د ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، چې د هرات ولایت په یوشمېر سیمو کې د وروستۍ زلزلې تر ټولو لوړه بیه افغان مېرمنې او ماشومان پرې کوي.

رینا امیري تېره شپه په اېکس پاڼه یو ځل بیا په ټولنه کې د ښځو د حضور په ټینګار سره لیکلي، چې په نادولتي ادارو کې د ښځو ونډه او زلزله ځپلو ته د مرستو په رسولو کې د ښځینه کارکوونکو اړتیا ډېره جدي ده.

د راپورونو له مخې، د هرات ولایت په زنده‌جان ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې د تېرې شنبې په ورځ له سختو زلزلو وروسته د ښځو او ماشومانو د مرګ ژوبلې کچه زیاته ښودل شوې ده.

د مېرمن امیري په خبره، د مرستو رسولو په برخه کې د ښځو ونډه جدي اړتیا ده.

دارنګه رینا امیري په اېکس پاڼه په پلخمري ښار کې پر لمونځ کوونکو ځانمرګی برید غندلی دی.

مېرمن امیري د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ زیاته کړې، چې د شیعه ټولنې په وړاندې بریدونه د افغانستان لپاره لوی ګواښ دی او دا ظلم باید نور پای ته ورسیږي.

د راپورونو له مخې، د بغلان ولایت په پلخمري ښار کې د امام زمان په جومات کې د جمعې د لمانځه پر وخت د چاودنې له امله ګڼ کسان وژل شوي او ژوبلېدلي دي.

رویټرز د داعش د یوه ټېلګرامي چېنل په حواله راپور ورکړی چې، دغې ډلې په پلخمري ښار کې د امام زمان پر جومات د جمعې د ورځې د برید پړه منلې دی.

نور خبرونه

رادیو