رینا امیري:د طالبانو ظالمانه تګلارې یوازې د افغانستان ستونزه نه‌ده، دا په نورو هم اغېز کوي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۰

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د زده‌کړو پر وړاندې د طالبانو انګېرنې او پلمې هم په کور د ننه هم په سیمه او نړۍ کې ردې شوې دي.

رینا امیري د نجونو په نړۍواله ورځ افغان نجونو ته ویلي:« د زړه له تله خواشینې یم، چې طالبان ستاسو زده‌کړو لپاره کورنۍ او نړۍوالې غوښتنې نه مني؛ تاسو له خپلو هیلو او افغانستان له ښه راتلونکي بې برخې کوي؛ خو مه نهیلې کېږئ. »


هغې زیاته کړې:« تاسو چې د زده‌کړو په ګډون د خپلو حقونو دفاع کوئ، موږ به له ټولو شونو لارو ستاسو ملاتړ ته دوام ورکړو.»

رینا امیري د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې لیکلي، چې د طالبانو ظالمانه تګلارې یوازې د افغانستان ستونزه نده. دوی هغه ګواښوونکې بېلګه جوړوي، چې دا به په نورو هم اغېز وکړي او هرچیرې به د ښځو او نجونو حقونه وګواښي.

هغې لیکلي:«د طالبانو د ارتجاعي تګلارو په وړاندې درېدل، زموږ ټولو په ګټه ده.»


د دې ترڅنګ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم په خپل اېکس پاڼه د نجونو په نړۍواله ورځ لیکلي:« ‏په دې ورځ موږ باید د هغو مېلیونونو افغان نجونو یادونه وکړو، چې په افغانستان کې له بوږنونکي ځپلتیا سره مخامخې دي، چې په نړۍ کې يې ساری نه دی لیدل شوی.»

ښاغلي وېسټ لیکلي:« ‏د نړۍ. بل هیڅ ځای کې له منځني او ثانوي زده‌کړو زده‌کوونکې نه دي بې برخې شوې، چې دا پر رواني روغتیا، کورنیو، ټولنې او اقتصادي ژوندانه ویجاړوونکي اغېزې لري.»


هغه وایي:« ‏طالبان د دغو ځپلو مسوول دي. نړۍواله ټولنه باید د افغان نجونو ملاتړ ته دوام ورکړي، د هغوی غږ واوري او بدرګه یې کړي.»

تر دې وړاندې طالبانو د نجونو په کور دننه او بهر د نجونو زده‌کړو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

له څه باندې دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې د زده‌کړو اجازه نلري.

نور خبرونه

رادیو