د پاکستان د بهرنیو چارو موقت وزیر وایي، لاهم په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونه کېږي

AP ۱۴۰۲ تله ۱۹

د پاکستان د بهرنیو چارو موقت وزیر وایي، لا هم په افغانستان کې نجونو او مېرمنو ته د هغوی حقونه نه‌دي ورکړل شوي او د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هم پرمختګ نه تر سترګو کېږي.

جلیل عباس جېلاني چې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ای سي او) په ناسته کې خبرې کولې دا یې هم وویل:« لا هم په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت نښې نښانې نه لیدل کېږي، چې ټول ولسونه په کې برخه ولري.»
‎هغه د خبرو په بله برخه کې بیا د طالبانو حکومت له فساده پاک وباله او زیاته یې کړه:« د کوکنارو د کرکیلې په برخه کې لاسته راوړنې لري او د پخوا پرتله په کې امنیتي وضیعت مخ په ښه کېدو دی.»


هغه د افغانستان له ټولو ګاونډیو هېوادونو وغوښتل، چې د دغه جګړه ځپلي هېواد په اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي او د کاسا ۱۰۰۰ پروژې، د افغانستان ټرانس د اوسپنې پټلۍ او ټاپي پروژو په عملي کولو کې رغنده ونډه واخلي، ځکه د هغه په وینا «د دغو پروژو ګټه د سیمې ګردو هېوادونو ته رسېږي او د سیمې هېوادونه یو له بل سره نښلوي.»


خو په دغې ناسته کې د افغانستان د داسې ګاونډیو هېوادونو استازو هم برخه لرله، چې لا هم په افغانستان کې د روان وضعیت له امله اندېښمن دي.

ګاونډي تاجکستان تل دا نیوکه کړې، چې لا هم د افغانستان له پولو د نشه‌یي توکو پریمانه قاچاق کېږي او هلته د بشري حقونو او نورو قومونو، سیاسي ‌‌‌‌‌‌ډلو او لږکیو له حقونو سرغړونه کېږي، هغه څه چې طالبان یې نه مني.

نور خبرونه

رادیو