ملاله یوسفزۍ د حماس او اسراییل د جګړې سملاسي بندېدل غواړي

AP ۱۴۰۲ تله ۱۹

د سولې نوبل جایزه ګټونکې پښتنه ملاله یوسفزۍ له حماس او اسراییل غواړي چې سملاسي جګړه بنده کړي.

پر اسراییل د حماس له راکټي برید وروسته په پنځمه ورځ هم د دواړو لورو جګړه روانه ده او اسراییل غزه هم کلابند کړې ده.

ملاله یوسفزۍ دې جګړې ته په اشاره خپل اېکس کې لیکي چې د جګړې ډېر تاوان ماشومانو ته رسېږي او د دې فکر د فلسطین او اسراییل ماشومانو ته دی.

د هغې په خبره، ماشومان په دې جګړه کې ګیر دي: نن زه هغو ماشومانو او خلکو ته غمجنه یم چې سپېڅلې ځمکه کې د سولې او انصاف هیله لري.

اوسنۍ جګړه کې پر اسراییل د حماس د شنبې ورځې په راکټي بریدونو پسې پیل شوه.

د اسراییل پوځ وايي، د حماس بریدونه کې د دغه هېواد ۱۲ سوه کسان وژل شوي او ۷ سوه ټپیان دي او له سلو تر ۱۵۰ له حماس سره یرغمل دي.

د غزې روغتیا اداره هم وايي چې د اسراییل بریدونو کې ۱۰۵۰ فلسطینیان وژل شوي او له ۵ زرو ډېر ټپیان دي.

نور خبرونه

رادیو