د هرات د زلزلې نېږدې ۴۰۰ قربانیان خاورو ته سپارل شوي دي

AP ۱۴۰۲ تله ۱۸

خاورو ته په سپارل شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د هرات اوسیدونکې وايي، د تیرې ورځې راهیسې یو شمېر کسان په قبر کېدنو بوخت دي.

د شنبې په ورځ په هرات کې د زلزلې له امله سلګونه کسان وژل شوي وو، او د تېرې ورځې را په دې خوا د زلزلې د قربانیانو د ښخولو مراسم ترسره کیږي.

له هرات ولایته پر ټولنیزو رسنیو ځینې ویډیوګانې خپرې شوې دي، په دغو ویډیوګانو کې د هرات د زلزلې له امله د پاتې شویو ویجاړیو په منځ کې، بي ساه جسدونو لیدل د هغه تراژیدۍ یوه دردونکې یادونه ده چې افغانان ورسره مخ دي.

په یوه بله ویډیو کې لیدل کیږي چې د هرات په زنده جان ولسوالی کې یوه ډله خلګ د قبرونو په کېندلو بوخت دي.

د هرات ځایې اوسیدونکې وايي، تېره ورځ شاوخوا ۴۰۰ مړي خاورو ته سپارل شوي دي.

خاورو ته په سپارل شویو مړو کې ماشومان او ښځې هم وې .

د هرات ښار یو اوسیدونکی عبدالعزیز زنده جان ولسوالی ته تللی او هلته د ځایی اوسیدونکو سره تر خاورو لاندې جسدونو په پیدا کولو کې مرسته کوي.

نوموړی وايي:« د شنبې په ورځ ناوخته خبر شوم چې په زنده جان ولسوالۍ کې د زلزلې له امله ډیر کلي ویجاړ شوي دي، زه سیمې ته راغلم، دلته ناورین رامنځته شوی و، دلته یوازي هغه کسان ژوندي پاتې وو، چې له کوره د باندې وو، شاوخوا درې ورځې تیرې شوې دي چې په نړیدلو کورونو کې تر خاورو لاندې جسدونو په موندلو بوخت یو.»

د هرات اوسیدونکي وايي، خاورو ته د جسدونو سپارل نن هم دوام لري.

ازاد خبریال سمیع الله پوپل چې له کابله د هرات زنده جان ولسوالۍ ته تللی، افغانستان انټرنشنل ته وایې:« د هرات زنده جان ولسوالۍ په مرده جان ولسوالۍ بدله شوې. دلته یو ناورین رامنځته شوی، دلته د هر ویجاړ شوی کور کنډوالې بلا غمجنې کیسې له ځانه سره لري.»

د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ څخه په یوه بله خپره شوي ویډیو کې په ډیر شمیر کې په سپین کفن کې پيچل شوي جسدونه لیدل کیږي. دا د هغو کسانو جسدونه دي چې له زلزلې څخه ۴۸ ساعته وروسته له خاورو ایستل شوي.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال د دفتر عامه او ستراتیژیکو چارو مرستیال احمد الله متقي تیره ورځ پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، « نن مو د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د ۱۸ ویجاړو شویو کلیو له جملې له یوه کلي څخه د ۳۰۰ وژل شویو کسانو جنازه تر سره کړه.»

د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې تر خاورو لاندې شویو کسانو د موندلو عملیات لا هم دوام لري، او هر ساعت د قربانیانو شمېر ډیریږي.

نور خبرونه

رادیو