زهرا جویا د ځوانو رهبرانو د نړیوالې ټولنې د کال د غوره خبریالې جایزه وګټله

AP ۱۴۰۲ تله ۱۵

د رخشانې رسنۍ مدیرې زهرا جویا د کیوبا، بیلاروس، شمالي امریکا او فلسطین له څلورو خبریالانو سره یوځای د ځوانو رهبرانو د نړیوالې ټولنې د کال د غوره خبریالې جایزه وګټله.

اغلې جویا وویل، دا جایزه هغو ښځینه خبریالانو ته ډالۍ کوي چې «د ښځو ضد تاوتریخجن رژیم سره مخ دي.»

هغې په خپل اېکس کې لیکلي، چې د ښځینه خبریالانو مقاومت او قربانۍ دوی د دې ستاینې وړ ګرځولې دي.

مېرمن جويا په ځانګړې توګه په رخشانه رسنۍ کې خپلو همکارانو ته په اشاره وویل، چې هغوی په زړورتيا سره د هغو ښځو او نجونو غږ او دردونه بيانوي، چې په خپلو کورونو کې بنديانې دي.

رخشانې رسنۍ د مېرمن جویا له قوله لیکلي: «د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې ښځې له ټولو عامه برخو ایستل شوې دي او دغه حقیقت په رسنیو کې د کار کولو د دوام لپاره د هغې هوډ او روحیه پیاوړې کوي.»

دغې رسنۍ په یوه راپور کې لیکلي، چې دا جایزه زهرا جویا او څلورو نورو خبریالانو ته د پنجشنبې په ورځ د تلي په۱۳ مه د شمالي ایرلنډ په بلفاسټ ښار کې د یوه کنفرانس په ترڅ کې ورکړل شوه.

دا جایزه هر کال د بېلابېلو هېوادونو اغېزناکو خبریالانو ته ورکول کېږي.

تېر کال د امو تلویزیون مسوول لطف الله نجفی زاده د دې جایزې ګټونکی اعلان شو.

رخشانه رسنۍ په ۱۳۹۹ کال کې تاسیس شوه. دغې رسنۍ په خپله ويبپاڼه کې ليکلي، چې دا يوه خپلواکه رسنۍ ده او په کورنيو او نړيوالو برخو کې د ښځو اړوند مسايلو ته پوښښ ورکوي.

نور خبرونه

رادیو