د افغانستان د ازادو مبارزو لوبغاړي عبدالکریم بدخشي له خپل قرغزستاني سیاله ماتې وخوړه

د افغانستان د ازادو سیالیو لوبغاړی عبدالکریم بدخشي د چېچن په ګروزني ښار کې د قرغزستاني ازاد بېګ کوشوروف پر وړاندې قفس ته ولاړ او په درېیو پاڼیو کې یې ماتې وخوړه. دغه سیالي په درېیو پنځه دقیقه‌یي پاڼیو کې ترسره شوه.

له افغانستانه عبدالکریم بدخشي تر دې وړاندې په اېم‌اېم‌اې کې اووه ریکارډونه او اووه بریاوې لري، چې دغه یې لومړۍ ماته وه.
له قرغزستانه د هغه سیال ازاد بېګ کوشوروف هم څلور ریکارډه او څلور بریاوې درلودې، چې له دې سره یې پنځه بریاوې شوې.
په اې‌سي‌اې سازمان کې چې تر ټولو ستر سازمان دی بدخشي او کوشوروف سیالي د چېچن په ګروزني ښار کې ترسره شوه.