د طالبانو له خنډونو سره ۵۵ افغان نجونې د زدکړو لپاره دوبۍ ته ورسېدې

AP ۱۴۰۲ تله ۱۳

عرب میلیاردر او د الحبتور ګروپ مشر وايي، د هغو سلو نجونو له ډلې تازه ۵۵ دوبۍ ته رسېدلې چې ده یې د زدکړو د مالي ملاتړ ژمنه کړې ده.

تېر اګسټ کې طالبانو په کابل هوايي ډګر کې د دې نجونو د تګ مخه ونیوه، خو ویل کېږي چې اوس دا نجونې د پاکستان له لارې دوبۍ ته تللې دي.

خلف احمد الحبتور د چارشنبې په ورځ خپل اېکس کې د یوې ویډیو خپرولو سره دوبۍ ته د دغو نجونو پر رسېدو خوشالي ښودلې ده.

ښاغلي الحبتور ویلي چې په دوبۍ پوهنتون کې د دې نجونو ټول مصارف پرې کوي.

تېر کال چې طالبانو د نجونو پر پوهنتوني زدکړو بندیز ولګاوه، دغه عرب میلیاردر وویل چې تر سلو افغان نجونو ته دوبۍ کې د لوړو زدکړو زمینه برابروي.

ټاکلې وه د تېر اګسټ په درویشتمه دا نجونې دوبۍ ته لاړې شي، خو طالبانو یې د محرم نه لرلو په پلمه په کابل هوايي ډګر کې د سفر مخه ونیوله.

ښاغلي الحبتور د طالبانو دا ګام یوه تراژیدي او پر انسانیت، زدکړو، برابرۍ او عدالت ګوزار وباله او له ښکېلو لورو یې وغوښتل چې د دې نجونو «د ژغورلو هڅې وکړي.»

الحبتور چې د سلو افغان نجونو د مالي ملاتړ ژمنه یې کړې وه، اوس وايي چې لا ډېرو افغان نجونو ته د زدکړو زمینه برابروي.

ویل کېږي دا ۵۵ نجونې د پاکستان له لارې دوبۍ ته تللې دي.

ځینې ناتایید شوي راپورونه دا هم وايي چې پاکستان د هرې جنۍ پر سر تر لس زرو ډالر ترلاسه کړي دي.

نور خبرونه

رادیو