هېدر بار: افغانې مېرمنې باید د خپل هېواد د راتلونکي په اړه په هر ډول خبرو کې ونډه ولري

AP ۱۴۰۲ تله ۱۱

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د حقونو د برخې مرستیاله هېدر بار وايي، چې په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو وضعیت ته په پام سره باید افغانې ښځې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه په هر ډول خبرو او هڅو کې ونډه ولري.

نوموړې نن سې شنبه (د تلې ۱۱مه) پر خپلې اېکس (ټوېټر) پاڼې د ښځو د مدني ټولنې، سولې او امنیت پرانیستی لیک شریک کړی او زیاته یې کړه ده، چې د بشري حقونو د څار سازمان دغه لیک د سولې په ټولو بهیرونو کې د ښځو د بشپړ ګډون په اړه مهم ګڼي او دی هم لاسلیک کړی.

په دغه پرانیستي لیک کې چې ملګرو ملتونو ته لیکل شوی، پکې د ښځو، سولې او امنیت د کلنۍ غونډې له پیل څخه مخکې له دغه سازمان څخه غوښتل شوي، چې د ټولو کنوانسیونو په نظر کې نیولو سره د سولې او امنیت په برخه کې د ښځو فعال، خوندي، با معنا او مساوي حضور ته پاملرنه وکړي.

په دغه لیک کې د ښځو د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودل شوې، د ۱۶ نورو هېوادونو د ښځو تر څنګ پکې افغانستان هم یاد شوی او ټینګار شوی، چې ښځې باید په هغو غونډو کې چې پکې د هغوی د هېوادونو په اړه بحثونه کېږي، هر اړخیز، برابر او با معنا حضور ولري.

په دغه لیک کې د مساوي ګډون خبره په ډېر جدیت سره یاده شوې ده.

د بشري حقونو د څار ډلې ترڅنګ د بښنې نړۍوال سازمان او یو شمېر نورو سازمانونو هم دغه لیک لاسلیک کړی دی.

په ورته وخت کې د ښځو او بشري حقونو فعالان وايي، سره له دې چې افغان مېرمنې له خپلو حقونو بې برخې دي، خو په غونډو کې د دوی استازو ته د ګډون حق نه ورکول کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له واک ته رسېدا سره سم؛ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار بندیز لګولی او ښځې یې له ټولنیزو فعالیتونو منع کړې دي.

دغو بندیزونو په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه پارولي، نړۍوالې ټولنې، د بشري او ښځو حقونو ګڼو سازمانونو د طالبانو دغه عمل غندلی او له دوی یې د دغه بندیز د ژر تر ژره ختمېدو غوښتنه کړې.

خو طالبانو بیا د ښځو د کار او زده کړو مساله د افغانستان داخلي مساله ګڼلې او ویلي یې دي، چې چا ته په کورنیو چارو کې د مداخلې حق نه ورکوي.

نور خبرونه

رادیو