د تمنا پریاني د اعتراض دوام؛ افغانستان کې له جنسیتي توپیر سره د مبارزې په موخه پرلت

AP ۱۴۰۲ تله ۱۰

تمنا زریاب پریاني او د ښځو حقونو څو نورو افغان فعالانو د جرمني په ویپرفورټ ښار کې د خپلو اعتراضونو دریمه شپه تېره کړه.

دغو فعالانو درې ورځې مخکې د پرلت خیمه ودروله او یو ځل بیا یې په نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپیژني

پریاني په اېکس پاڼه لیکلي چې: «د خیمې د درېیمې شپې پرلت، يې هم د افغانستان له هغو میلیونونو خلکو سره په یووالي او همغږۍ کړی چې نړۍ هېر کړي دي.»

دا په افغانستان کې د "جنسیتي توپیر" د پیژندلو لپاره د پریاني او د ښځو د حقونو د فعالانو له خوا د اعتراضونو دویم پړاو دی چې دريمې ورځې ته رسیدلی.

پرياني تر دې مخکې د جرمني په کولن ښار کې د نه خوړلو ۱۲ ورځنی اعتصاب کړی و.

د نوموړې په ملاتړ په نورو هېوادونو کې هم ځینو ښځو اعتصاب وکړ.

د دوی اعتراضونو پراخ غبرګونونه هم درلودل.

ملګرو ملتونو د لومړي ځل لپاره د بشري حقونو د سازمانونو او د هېوادونو د استازیو په شتون افغانستان کې د «جنسیتي توپیر» د ارزونې لپاره ناسته هم وکړه.

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د «جنسیتي توپیر سره د مبارزې» ترنامه لاندې د دغې رسمي ناستې جوړېدنه، د دغو کمپاینونو د فعالانو یوه لاسته راوړنه بلل کېږي.

دغه فعالان له هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني او د طالبانو له حکومته ملاتړ دې بند کړي.

پر افغانستان د طالبانو له څه باندې دوه کلنې واکمنۍ او په بیلابیلو برخو کې پر افغانو ښځو له سختو بندیزونو وروسته، د بشري حقونو فعالانو او د ښځو د حقونو ملاتړو د «جنسیتي توپیر» د رسمیت پېژندلو لپاره اعتراضونه پیل کړل.

دوی د لاریونونو او د نه خوړو د اعتصاب پرمهال له نړیوالو وغوښتل چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپیژني.

نور خبرونه

رادیو