د افغانستان د ښځو والیبال ملي لوبډلې په هانګژو کې دویمه لوبه هم وبایلله

AP ۱۴۰۲ تله ۹

د افغانستان د ښځو والیبال ملي لوبډلې د یکشنبې په ورځ د چین په هانګژو اتلولیو کې په خپله دویمه سیالۍ کې له جاپان ماتې وخوړه.

د جاپان والیبال لوبډلې له اول تر دریم سېټ پورې په ترتیب سره په ٢-٢٥، ۰-٢٥ او ٥-٢٥ نتیجو افغان لوبډلې ته ماتې ور کړه.

د افغانستان د ښځو والیبال ملي لوبډله په ډي ګروپ کې له قزاقستان، هانګ کانګ او جاپان سره هم لوبډلې ده.

د افغانستان دې ملي لوبډلې پرون له قزاقستان ماتې خوړلې وه.

د دې لوبډلې راتلونکې لوبه سبا له هانګ کانګ سره ده.

د افغانستان د ښځو والیبال لوبډله د هانګژو اسیایي سیالیو کې په داسې حال کې لوبیږي، چې د تمریني اسانتیاوو د نشتوالي له امله لا د مخه ناهیلې وه.

نور خبرونه

رادیو