ندا محمد ندیم: بهرنیان غواړي چې په افغانستان کې ښځې او نارینه مساوي حقونه ولري

AP ۱۴۰۲ تله ۹

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم وايي، چې نړۍوال ترې د ښځو او نارینه و برابر حقوق غواړي او د هغوی د برابرۍ غوښتنه د ښځو او سړو لپاره د حجاب نه مراعتول دي.

هغه زیاته کړه: “ د بهرنیانو غوښتنه دا ده، که چېرې نارینه بهر په مجلس یا کار کې وي، نو ښځه هم باید هملته ورسره وي، ښځه دې هم په دفتر کې وي او نر هم، ښځه هم باید پارک کې وي او نر هم”.

نوموړي دغه خبرې بغلان ولایت ته په خپل وروستي سفر کې د دغه ولایت د استادانو او یو شمېر مشرانو سره په ناسته کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې د نړۍوالو دا ډول غوښتنې دوی ته د منلو وړ نه دي.

نوموړی زیاتوي: "هغه حقوق چې د نر لپاره دي باید د ښځې لپاره هم وي، لکه بې حجابي، شرابخوري".

هغه دا ونه ویل، چې د کوم سازمان او یا بهرني هېواد له اړخه ورڅخه دا ډول غوښتنه شوې ده، خو زیاته کړې یې ده چې د بهرنیو غوښتنې د اسلام سره په ټکر کې دي.

ندیم وايي، چې په تېرو شلو کلونو کې بهرنيان ټول هغه څه چې د شريعت له نظره حرام او منع دي؛ د شل کلنې لاسته راوړنې په توګه بولي او د دغو لاسته راوړنو په ضایع کېدو پسې اندېښمن دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر تېره اونۍ په کندز کې د افغان نجونو د زده کړو د دوام لپاره د نړۍوالې ټولنې غوښتنه د لویدیځو هېوادونو له خوا یوه تبلیغاتي جګړه بللې وه.

د کندز په غونډه کې ندا محمد ندیم وویل: «موږ غواړو چې اسلامي شخصیتونه وروزل شي، چې د اسلامي ارزښتونو لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو وي».

د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره د نړۍ له پرله پسې غوښتنو سره - سره طالبان د ښځو پر زده کړو د بندیز له دریځه نه دي وتلي.

تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې طالبان د نړۍ د غوښتنو پر خلاف په حرکت کې دي او له نړۍوال مشروعیت څخه لرې دي.

نړۍوالې ټولنې او بېلابېلو هېوادونو له طالبانو په بار – بار غوښتي چې په افغانستان کې دې د نجونو او مېرمنو پر زده کړو او کار بندیز لرې کړي او یو ټولګډونه حکومت دې رامنځته کړي، دا هغه غوښتنې دي چې طالبان یې د دوی داخلی چارې ګڼي.

نور خبرونه

رادیو