جرمني کې فعالانو په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د رسمیت پېژندلو لپاره د پرلت خېمه ودروله

AP ۱۴۰۲ تله ۸

د ښځو د حقونو یوې ډلې په افغانستان کې د "جنسي توپیر" د رسمیت پېژندلو لپاره خپل پرلت بیا پیل کړ.

تمنا زریاب پریاني د جرمني په ویپرفورټ ښار کې د اعتراضي خیمې په درولو سره په اروپا کې له افغان فعالانو وغوښتل، چې له دغه کمپاین سره یوځای شي.

د آغلې پریاني په اېکس پاڼه کې د خپرې شوې غوښتنې په متن کې راغلي:« موږ په جرمني کې د ښځو او ټولو ازادو خلکو وجدان ته په اشارې سره له هغوی څخه غواړو، چې په افغانستان کې د خپلو خویندو تر څنګ ودرېږي او د جنسیتي توپیر اجازه ورنکړي.»

د ښځو د حقونو دغو فعالانو د وږي له لسمې تر دوه ویشتمې د جرمني په کُلن ښار کې د اعتراض خیمې په درولو سره د نه خوړو اعتصاب کړی و.

دوی د جرمني، امریکا او ملګرو ملتونو د حکومتونو له استازیو سره هم خبرې کړې دي، چې تر اوسه د دوی د قناعت وړ نه دي.

تر دې مخکې مېرمن پریاني د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې هغې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له استازي سره د کتنې پر مهال د افغان مېرمنو پیغام په ښکاره توګه د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ته رسولی؛ خو روښانه ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

نور خبرونه

رادیو