د بخښنې نړۍوال سازمان په بېړني ډول د ژولیا پارسي او نورو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۲ تله ۸

د بخښنې نړۍوال سازمان د ژولیا پارسي پر نیول کېدو د «ژورې خواشینۍ» په څرګندولو، د طالبانو له بنده د هغې او د نورو فعالانو د بېړنۍ خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دغه سازمان له طالبانو غوښتي، چې د مدني فعالانو، خبریالانو او د دغې ډلې نیوکه کوونکو خپل سرې او ناقانونه نیونه دې ودروي.

د بخښنې نړۍوال سازمان د جمعې په ورځ د (تلې ۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، د طالبانو له‌خوا له بشري حقونو ښکاره سرغړونه چې د نړۍوالو قوانینو له مخې د ښځو پر وړاندې بشري جنایت شمېرل کېږي دغه سازمان د یوه داسې جوړښت د رامنځته کولو هیله لري، چې په خپلواکه توګه د بشري خقونو د سرغړاویو په تړاو، نړۍ والو بنسټونو ته ځواب ویونکی وي.
د طالبانو غړیو د چهارشنبې په ورځ د (تلې ۵مه) د معترضه مېرمنو د غورځنګ مشره ژولیا پارسي یې له خپل زوی سره په کابل کې ونیوله.
په وروستیو دوو اونیو کې دا دویم ځل دی، چې طالبانو د معترضو مېرمنو غړې نیولې دي.
طالبانو د (وږي ۲۸مه) د دغه غورځنګ غړې ندا پرواني هم له خپل خاوند او ماشوم سره ونیوله.
طالبانو لا تراوسه د دغو کسانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو په تېرو دوو کلونو کې تل فعالان، خبریالان او د طالبانو د سیاستونو او د پوهنتون استادان نیولي دي.
دمګړۍ خبریال مرتضی بهبودي، د پوهنتون استاد رسول پارسي او د نجونو د زده‌کړو فعال مطیع‌الله ویسا هم د طالبانو په بند کې دي.
د بشري حقونو ځینې بنسټونه په پر له پسې توګه د دغو کسانو د خوشې کولو غوښتنې کوي.

نور خبرونه

رادیو