د هانګژو اسيايي لوبې؛ د افغانستان د ښځو د والیبال ملي لوبډلې په لومړۍ لوبه کې ماتې وخوړه

AP ۱۴۰۲ تله ۸

د افغانستان د ښځو د والیبال ملي لوبډله نن د هانګژو اسیايي لوبو کې د خپلې لومړې لوبې لپاره ډګر ته ولاړه، خو د قزاقستان په وړاندې د ۰-۳ پایلې سره یې ماتې. افغان لوبغاړي په ترتیب سره له لومړي سیټ څخه تر دریم پورې د ۲۵-۴، ۲۵-۵ او ۲۵-۳ پایلو سره له سیالې لوبډلې مات شولماې وخه.

د افغانستان د ښځو د والیبال ملي لوبډله په ډي ګروپ کې له قزاقستان، هانګ کانګ او جاپان سره هم لوبډلې ده. د افغانستان راتلونکې لوبه سبا له جاپان سره ده او بله ورځ به له هانګ کانګ سره لوبه کوي.

د افغانستان د ښځو والیبال لوبډله د هانګژو اسیایي سیالیو کې په داسې حال کې لوبیږي، چې د تمریني اسانتیاوو د نشتوالي له امله لا د مخه ناهیلې ږه.

د لوبډلې مشرې خوشال ملکزۍ څو ورځې وړاندې ویلي و، چې د تمرین لپاره ځای نه لري یوازې په تالار کې بدني ورزش کوي.

هغې زیاته کړې وه: «موږ ته پکار وه چې د دوی پر توپ تمرین وکړو. زه نه پوهیږم چې دوی له ټولو اسانتیاوو لرلو سره ولې د یو یا دوه ساعتونو لپاره تمرین نه کوي.»
د اسیا او نړیوالې اولمپیک کمېټو په ملاتړ د افغانستان جلا وطنه ملي اولمپیک کمېټې ۱۷ لوبغاړې د والیبال، پهلوانۍ او د سیکل ځغلولو په برخه کې هانګژو ته لېږلې دي.

نور خبرونه

رادیو