ریچارد بېنت: په طالبانو غږ کوم، چې سمدستي دې ژولیا پارسي او ندا پرواني خوشې کړي

AP ۱۴۰۲ تله ۷

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانکړي راپور ورکوونکي ریجارد بېنت نن جمعه د (وږي ۷مه) په خپل اېکس پاڼه لیکلي،«د بشري حقونو د مدافعینو ژولیا پارسي او ندا پرواني او د هغوی د کورنۍ د غړیو په نیول کېدو او په خپل سري توقیف سخت اندېښمن یم.»

هغه زیاته کړې:« زه په بېړني ډول په طالبانو غږ کوم، چې د هغوی سمدستي او پرته له کوم شرطه خوشې کړي.»

په تېرو څو ورځو کې طالبانو د ښځو د حقونو دوه تنه فعالانې ژولیا پارسي او ندا پرواني په خپل سري ډول نیولي.

د سه شنبې په ورځ د (وږي ۲۸مه) طالبانو د کابل په خیرخانې سیمه کې ندا پرواني یې له خاوند او کوچني زوی سره ونیول.

له هغې وروسته د چهارشنبې په ورځ سرچینو وویل، چې طالبانو د ښځو د حقونو یوه بله فعاله ژولیا پارسي هم د خپل زوی سره یې نیولي دي.

تر دې وړاندې د بخښنې نړۍوال سازمان د طالبانو له‌خوا د ندا پرواني او د هغې د ماشوم او خاوند نیونه غندلې وه او ژر تر ژره یې د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

نور خبرونه

رادیو