د سویس څارنوالي: د ازبکستان د پخواني ولسمشر لور «یوه لویه جنايي شبکه اداره کوله»

AP ۱۴۰۲ تله ۷

د سویس څارنوالۍ د ازبکستان د پخواني ولسمشر لور ګلنارا کریموا د یوې نړیوالې جنایي شبکې په اداره کولو تورنه کړې او ویلي یې دي، چې د هغې ۸۵۷ میلیونه ډالرو په ارزښت شتمني یې ضبط کړې ده.

کریموا له ۱۳۹۲لمریز کال راهیسې په ازبکستان کې د اختلاس په جرم زنداني ده.

مېرمن کریموا په ازبکستان کې لوړ مقام درلود او د اسلام کریموف د لور په توګه یې په دغه هېواد کې ډېر نفوذ درلود.

د راپورونو له مخې، هغې د زیوراتو فابریکه درلوده، یو تلویزیوني چینل یې اداره کاوه او د ګوګوشا په نوم یې پاپ سندرې خپرولې.

کریموا د ازبکستان د مخابراتو سکتور ته د لاسرسي په بدل کې د بډو اخیستو او د سویس بانکي حسابونو او په نورو هیوادونو کې د حسابونو د یوې پیچلې شبکې له لارې په پیسو سپینولو تورنه ده.

هغې د مخابراتي شرکتونو قراردادونو کې د بډو اخیستو تور رد کړی.

په راپور کې ویل شوي، چې د هغې سازمان د «دفتر» په توګه پر درغلیو سربیره، په ښکاره توګه په خپلو عملیاتو کې له تاوتریخوالي او ډار څخه کار اخیستی.

تېره میاشت د بریتانیا حکومت د کریموا درې لوکس ملکیتونه چې له شل میلیونو پونډو څخه زیات ارزښت لري ضبط کړل.

په جنیوا کې په ملګرو ملتونو کې د ازبکستان د سفیرې په توګه کریموا ډیپلوماتیک مصونیت درلود، خو دا معافیت په ۱۳۹۱ لمریز کال کې لغوه شو او سویس وکړای شول چې د هغې د مالي چارو په اړه د خپلو تحقیقاتو ساحه پراخه کړي.

په سویډن، فرانسې، ناروې، هالنډ، امریکا او بریتانیا کې هم د کریموا تر کنټرول لاندې ادارې په هکله جنایي تحقیق کېږي.

نور خبرونه

رادیو