د طالبانو وزیر ته د هېدربار ځواب: د ښځو او نجونو پروړاندې ستاسو سیاستونه د جګړې په معنا دي

AP ۱۴۰۲ تله ۷

د طالبانو د لوړو زده‌کړو د وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې د بشري حقونو د څار ادارې چارواکې هېدربار د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د تګلارو د بدلون لپاره د فشارونو دفاع وکړه او ویې ویل، چې طالبانو د ښځو پر وړاندې جګړه پیل کړې ده.

تر دې مخکې ندا محمد ندیم د ښځو پر زده‌کړو د بندیز د لغوه کولو غوښتنې «د لویدیځ تبلیغاتي جګړه» بللې وه.

د پنجشنبې په ورځ د (تلې په ۶ مه) د بشري حقونو د څار د ښځو څانګې مرستیالې هېدربار په اېکس پاڼه د طالبانو د دغه چارواکي د څرګندونو په غبرګون کې لیکلي: «یوازینۍ جګړه چې روانه ده د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو جګړه ده.»


ندا محمد ندیم په خپلې وروستۍ وینا کې ویلي:« موږ غواړو اسلامي شخصیتونه وروزو، چې د اسلامي ارزښتونو لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو وي.»

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي وتړل او نجونې یې پوهنتونونو ته له تلو منعه کړې.

د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره د نړۍ له پرله پسې غوښتنو سره، سره طالبانو د ښځو پر زده‌کړو د بندیز په اړه خپل دریځ نه‌دی بدل کړی.

نور خبرونه

رادیو