د هانګژو اسيايي لوبې؛ افغان سوک وهونکي عبدالجبار پوپلزي د قرغزي لوبغاړي له خوا ماتې وخوړه

د افغانستان د سوک وهنې د ملي لوبډلې منفي ۵۱ کیلوګرامه وزن لرونکی غړی، عبدالجبار پوپلزی څو شیبې وړاندې په هانګژو کې د اسیايي لوبو د سوک وهنې یو - اتم پړاو ته ننوت. هغه خپل قرغزي سیال «نورژیګت دیاشبایف» سره مخامخ شو او په ۰-۵ یې ماتې وخوړه.

پوپلزي په تېر پړاو کې د بوتان ورزشکار ته ماتې ورکړې وه.