د طالبانو واکمني؛ افغانستان کې پر ښځو لګول شویو بندیزونو دوی کې رواني ناروغۍ ډېرې کړې دي

AP ۱۴۰۲ تله ۶

افغانستان کې د جمهوریت تر ړنګېدو وروسته د مېرمنو او پيغلو نجونو رواني ستونزې
‎له هغه مهاله چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱کال د اګست له میاشتې وروسته یو ځلې بیا طالبان واک ته رسېدلي د دغه هېواد د نیمايي برخې حقونه په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډول تر پښو لاندې شوي.

له دې سره ګڼې مېرمنې او افغان پيغلې د بېلابېلو رواني ستونزو او ناروغیو سره غاړه غړۍ دي.
‎که پيغلې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړې نه شي کولای، هغه مېرمنې چې پخوا به یې په رسمي ادارو کې دندې لرلې هم له دندو محرومې شوې او په کور ناستې دي، چې دې کار په خپله ګڼو رواني ناروغیو ته لاره هواره کړې ده.
‎دا مهال یوازې په یو څو محدودو برخو کې ښځې کار کوي او له نورو برخو څخه شړل شوي او په کور ناستې دي.
‎په دغو کور ناستو مېرمنو کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې داسې مېرمنې هم شته چې د کورنیو ټول لګښت یې د خپلې میاشتینۍ تنخوا له لارې پوره کولو.

د کابل د ښار یوه اوسېدونکې زرمینه وایي، سره له دې چې د لېسانس تر کچې یې زده‌کړې کړې؛ خو اوس اړ شوې ده، چې د خلکو په کورونو کې کالي پریولي یا د هغوی لوښي ووینځي چې په لاسته راغلیو پيسو د خپلو ماشومانو تشې ګېډې ‌‌‌‌‌‌ډکې کړي:«ما په یوې ادارې کې کار کاوه او د میاشتې مې اووه لس زره افغانۍ تنخوا اخیسته، خاوند مې شهید شوی زما پر همدغې تنخواهچ د خپل کور ټول لګښت پوره کاوه؛ خو اوس هیڅ هم نه شته اداره مو ړنګه شوه او موږ په کور ناستې یو هیڅ هم نه لرو.»
‎د اغلې زرمینې په خبره چې دې کار دوی ته سختې رواني ستونزې زېږولي دي او وېره یې دا ده، که د ناروغۍ په بستر پرېوته نو ماشومان به یې له لوږې ومري.
‎خو ښايي دا یوازې زرمینه نه وي، چې له دغه حالته کړیږي په افغانستان کې په زرګونه او لکونو نورې مېرمنې هم د ورته برخلیک سره لاس او ګرېوان دي.
‎د دې تر څنګ د طالبانو له لوري پر ښځو نور لګول شوي بندیزونه او محدودیتونه نور هغه څه دي، چې د مېرمنو په منځ کې یې رواني ناروغیو ته لاره هواره کړې.
‎هغوی د خپلې کورنیو سره پارکونو ته تګ نه شي کولای، ښارونو او بازارونو ته نه شي تللای حتی جېمونو او سپورټونو ته چې د هر چا مسلم حق دی نه پرېښودل کېږي.
‎د رواني ناروغیو ‌‌‌‌‌‌ډاکټران وایي، چې رواني ستونزې تر نورو ناروغیو زیاتې ګواښونکي دي او په انسانانو کې د نورو سختو او لا علاجه ناروغیو ته زمینې برابروي.
‎‌‌‌‌‌‌د پوهنتون استاد شرف الدین عظيمي وایي، چې رواني ناروغۍ تر نورو ناروغیو خطرناکې دي او دا ناروغۍ د یوې ټولنې د نابودۍ سبب هم کېدای شي:«رواني ناروغۍ هغه خطرناکې ناروغۍ دي، چې د ناروغ انسان تر څنګ د هغه کورنۍ، ټولنه او ان یو هېواد هم نابودولای شي. که چېرې دغه حالت دوام ومومي دې کې شک نه شته، چې موږ به په یو کاملن ناروغه ټولنه یا ناروغ هېواد بدل شو چې په هغه صورت کې به له خپل هېواده هغه تمه چې لرو هغه به د خاورو سره خاورې شي او هېواد به مو د نابودۍ کندې ته ورټېل وهو.»
‎که څه هم چې رواني ناروغۍ له پخوا نه هم په افغانستان کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې وې؛ خو د طالبانو د بیا واکمنېدو سره د دغو ناروغیو کچه په تېره بیا په مېرمنو او ځوانو نجونو کې خورا لوړه شوې ده.

د یو شمېر کارپوهانو په وینا، که وضعیت همداسې دوام ومومي نو لېرې نه ده چې افغانستان کې به د دغې ناروغۍ تر څنګ لسګونه نورې ناروغۍ هم خورې شي، چې په کابو کولو کې به یې نه یوازې افغان حکومت بلکې نړۍواله ټولنه هم پاتې راشي.

نور خبرونه

رادیو