امنه محمد: په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو وضعیت ورځ تر بلې خرابېدونکی دی

AP ۱۴۰۲ تله ۶

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنې محمد په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، چې په دغه هېواد کې د مېرمنو او نجونو وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو دی.

نوموړې په یوې خبري غونډې کې په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو لپاره د کار، زده کړو او ټولنیزو حقونو د خوندیتابه غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې افغان مېرمنې باید خپل حقونه تر لاسه کړي.

اغلې امنې زیاته کړه، چې په نېږدې وخت کې به «په اسلام کې د ښځو ونډه» په نامه یوه غونډه هم جوړه شي او په یاده غونډه کې به د افغان مېرمنو او نجونو اوسنی وضعیت وارزول شي.

هغې وویل: “تاسو پوهیږئ چې په دې وروستیو کې د اسلامي همکاریو سازمان افغانستان ته یو پلاوی استولی و. موږ فکر کاوه چې پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره د سیمې هېوادونه هم اړین دي. هغوی د نړۍوالې ټولنې برخه دي او باید فشار پرې راوړي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان کې د ښځو حقونه یو ځل بیا ورکول کیږي”.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو په غونډه کې د نړۍ ګڼو استازو په افغانستان د مېرمنو او نجونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې وه او له طالبانو یې غوښتي وو، چې مېرمنو او نجونو ته دې د هغوی حقونه ورکړي.

طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې دغو څرګندونو ته په ځواب کې څه نه دي ویلي، خو د ملګرو ملتونو غونډې ته په ځواب کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ګډونوال د دې پر ځای چې د افغانستان پر بنسټيزو مسلو تم شي، د هغه په وینا ټولو فرعي موضوعاتو ته مخه کړې وه.

ښاغلي مجاهد ویلي وو:”په ملګرو ملتونو کې بحثونه او نظرونه فقط د دوو کوچنیو او کورنیو موضوعاتو (د ښځو تعلیم او کار) په لویولو سره منحرف شول.”

نور خبرونه

رادیو