طالبانو په کابل کې د ښځو د اعتراضي غورځنګ د یوې ډلې مشره نیولې

AP ۱۴۰۲ تله ۵

طالبانو په کابل کې د افغانستان د معترضو ښځو د غورځنګ یوه مشره ژولیا پارسي نیولې ده.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې وسله والو طالبانو مېرمن پارسي او د هغې ماشوم د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۵ مه) په کابل کې له خپل کور څخه نیولي دي.

دا په تېرو دوو اونیو کې د معترضو ښځو د غورځنګ دویمه غړې ده، چې د طالبانو له خوا نیول کیږي.

د وږي په ۲۸مه طالبانو د معترضو ښځو د غورځنګ غړې ندا ​​پرواني له خپل مېړه او ماشوم سره یو ځای ونیوله.

طالب چارواکو د دغو اعتراض کوونکو ښځو د نيولو په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې مخکې د بښنې نړۍوال سازمان د ندا پرواني په خپلسري نیولو د خواشینۍ په څرګندولو سره له طالبانو غوښتي وو، چې ژر تر ژره دې، هغه، د هغې خاوند او ماشوم خوشې کړي.

ژولیا پارسي په کابل کې یوه له هغو معترضو ښځو څخه ده، چې په ځلونو یې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر سیاستونو او محدودیتونو نیوکې کړي او د طالبانو د سختو اقداماتو پر وړاندې یې اعتراضونه کړي دي.

اغلې پارسي د ښځو د یوې ډلې مشره ده، چې د ښځو د خپلواک غورځنګ په نوم یادیږي.

د نجونو پر زده کړو له بندیز وروسته، ژولیا پارسي یوه له هغو کسانو څخه وه، چې په کابل کې یې د هغو ښځو او نجونو لپاره چې له زده کړو بې برخې دي؛ یو کتابتون جوړ کړ.

نور خبرونه

رادیو