د بخښنې نړۍوال سازمان د ندا پرواني او د هغې د کورنۍ غړیو د بېړني خوشې کېدو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۲ تله ۵

د بخښنې نړۍوال سازمان د "معترضو مېرمنو د خود جوشه غورځنګ"غړې ندا پرواني د خپل سرې نیونې په تړاو اندېښنه څرګنده کړه او له طالبانو یې غوښتي، چې هغه، خاوند او ماشوم یې ژر تر ژره له بنده خوشې کړي.

ندا پرواني او د کورنۍ غړي یې د (وږي په ۲۸مه) د کابل په خېرخانه مېنه کې د طالبانو له‌خوا ونیول شول.
د بخښنې نړۍوال سازمان د سه شنبې په ورځ د (تلې څلورمه) په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغې مېرمنې له نیول کېدو یوه اونۍ کېږي او لاتراوسه د هغې د ساتنې د ځای په اړه هیڅ ډول مالومات نه شته.
تېره اونۍ افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي و، چې طالبانو لومړی د مېرمن پرواني خاوند ارش پرواني نیولی او له هغه وروسته یې ندا پرواني او ماشوم یې په خیرخانه مېنه کې له کوره وړي دي.
طالب چارواکو لاتراوسه د دغې مدني فعالې د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.

د بخښنې نړۍ وال سازمان په افغانستان کې د بشري سرغړونو په تېره بیا د ښځو د حقونو تروړلو ته اشاره کړې او په دغه هېواد کې د دغسې سرغړونکو لپاره د سزا ورکولو په برخه کې د یوې نړۍوالې تګلارې د جوړولو غوښتنه کړې.

نور خبرونه

رادیو