لانا ذکي: په افغانستان کې له ۸۰ زرو زیاتې نجونې جبري واده ته مجبورې شوې دي

AP ۱۴۰۲ تله ۵

په ملګرو ملتونو کې د متحدو عربي اماراتو استازې لانا ذکي نصیبه وايي، چې په افغانستان کې اقتصادي بحران مخ پر ودې دی او د ښځو وضعیت د بحران یو بد پړاو ته داخل شوی دی.

نوموړې تېره ورځ (د تلې ۴مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې وویل، چې دا مهال په افغانستان کې له ۸۰ زرو څخه زیاتې نجونې په زور ودونو ته اړې شوې دي.

لانا ذکي زیاته کړه: "ملیونونه خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. په نړۍ کې بشري اړتیاوې تر بل هر وخت لوړې دي، نجونې او مېرمنې په جبري ډول له ټولنیز ژوند څخه بې برخې کیږي. ایا دا په دې شورا کې د ناخوښۍ شیبه نه ده."

په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو استازې په افغانستان کې د بې وزلۍ، نجونو او مېرمنو بد وضعیت ته پر داسې مهال اشاره کوي، چې تېره ورځ د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) ویلي، که په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د اړتیا وړ مرستې ور نه کړل شي، دا به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د ژغورنې د وروستۍ لارې له لاسه ورکول وي.

د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، چې د بودېجې د کمښت او نشتوالي له امله به یو میلیون میندې او د هغوی ماشومان له خوراکي مرستو بې برخې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ښځې په بې ساري توګه له ټولنې څخه لرې کړی شوي او له امله یې په دغه هېواد کې د بې‌وزلۍ کچه زیاته او د مرستو بهیر هم له جدي ننګونو سره مخامخ شوی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام زیاته کړې، د بودیجې د کمښت له امله دغه پروګرام اړ شوی، چې په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره خپلې مرستې کمې کړي او شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان د سخت بشري ناورین له ګواښ سره مخامخ شي.

دغه پروګرام تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره یو میلیارد ډالرو بودجې ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانو نجونو او ښځو د حقونو په اړه د بحث بې بنسټه بللی.

نور خبرونه

رادیو