د ملګرو ملتو پخوانۍ راپور ورکوونکې: طالبان باید د جنسیتي توپیر پلي کولو له امله ځواب ووايي

AP ۱۴۰۲ تله ۴

د ملګرو ملتونو پخوانۍ راپور ورکوونکې کریمه بنون د سې شنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، طالبانو د جنسیتي توپیر په پلي کولو سره په دغه سازمان کې د خپل حضور امکان له منځه وړی دی.

دغې حقوق پوهې په دې ناسته کې وویل، چې طالبان به په دې شان سیاست سره په رسمیت ونه پیژندل شي.

مېرمن بنون د دې غونډې له ګډونوالو وغوښتل، چې طالبان دې د «جنسیتي توپیر» له امله له ځواب ویلو سره مخ کړي.

د ښځو په برخه کې د نړیوالو حقوقو دغې کارپوهې چې د افغانستان په مسایلو کې ۳۰ کلنه تجربه لري، زیاته کړه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال له اګسټ څخه تر اوسه د ښځو د حقونو د محدودولو ۶۵ فرمانونه صادر کړي چې د ښځو له حقونو د سرغړونو لامل شوي دي.

کریمې بنون خبرداری ورکړی، چې د طالبانو سیاست د نړۍ سولې او امنیت ته ګواښ دی.

د ښځو د حقونو په برخه کې د نړیوالو حقوقو دې کارپوهې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ته د هزاره ښځو له قوله وویل، چې دوی د طالبانو د حکومت تر دوامداره ګواښ لاندې ژوند کوي.

هغې په ​​کابل کې د یوې ښځینه مظاهره کوونکي له قوله وویل: «کوم ورځینی ژوند چې موږ کوو، تدریجي مرګ دی.»

مېرمن بنون د افغان مېرمنو د ژوند د وضعیت د انځور په وړاندې کولو سره ټینګار وکړ، چې نړیوال بنسټونه باید د افغان مېرمنو د حقونو د تامین لپاره لا زیات کار وکړي او طالبان دې هم ځواب ته اړ کړي.

هغې روښانه کړه، چې د ښځو د حقونو د محدودولو لپاره د طالبانو کړنې «جنسیتي توپیر» دی، هغه څه چې د دې په وینا په افغانستان کې پیښیږي او باید وپیژندل شي.

مېرمن بنون له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې نه یوازې د طالبانو دغه تګلاره وغندي، بلکې په افغانستان کې د روان وضعیت د پای ته رسولو لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي.

طالبانو تر دې دمه د ښځو د حقونو د تامین لپاره د نړیوالې ټولنې ټولې غوښتنې په خپلو کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې او په وار وار یې ویلي، چې د ښځو په اړه د دوی پالیسي له اسلامي شریعت سره برابره ده.

نور خبرونه

رادیو