د خوړو نړۍوال پروګرام: که بودجه ترلاسه نه کړو، افغان مېرمنې به وروستۍ هیله له لاسه ورکړي

AP ۱۴۰۲ تله ۴

د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) ویلي، که په افغانستان کې اړمنو کسانو ته د اړتیا وړ مرستې ور نه کړل شي، دا به د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو د ژغورنې د وروستۍ لارې له لاسه ورکول وي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د سه شنبې په ورځ (د تلې ۴ مه) په اېکس شبکه کې لیکلي، چې د بودجې د کمښت او نشتوالي له امله به یو میلیون میندې او د هغوی ماشومان له خوراکي مرستو بې برخې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ښځې په بې ساري توګه له ټولنې څخه لیرې کړای شوي او له امله یې په دغه هېواد کې د بې‌وزلۍ کچه زیاته او د مرستو بهیر هم له جدي ننګونو سره مخامخ شوی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام زیاته کړې، د بودجې د کمښت له امله دغه پروګرام اړ شوی چې په افغانستان کې له اړمنو کسانو سره خپلې مرستې کمې کړي او شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان د سخت بشري ناورین له ګواښ سره مخامخ شي.

دغه پروګرام تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره یو میلیارد ډالرو بودجې ته اړتیا لري.

د خوړو د نړۍوال پروګرام اجراییوي مشرې سنډي مکېن ویلي، چې دغه پروګرام د اکټوبر لپاره کافي بودجه نه لري او که لازمه بودجه ورته برابره نه شي؛ نو دغه پروګرام به له افغانستانه وتلو ته اړ شي.

اوس‌مهال په افغانستان کې ښځې په کورنیو او نړۍوالو ادارو کې د کار کولو حق نه لري او دا هغه څه دي، چې له امله یې د اړمنو کسانو شمېر زیات شوی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام سربېره، ځینو نورو مرستندویه ادارو هم په افغانستان کې د بودجې د کموالي او د اړمنو خلکو د زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.

نور خبرونه

رادیو