د معترضو افغان مېرمنو غورځنګ: ملګري ملتونه دې ندا پرواني د طالبانو له منګولو وژغوري

AP ۱۴۰۲ تله ۳

معترضو افغان مېرمنو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د مدني فعالې ندا ​​پرواني د نیونې بهیر دې تعقیب کړي او د طالبانو له منګولو دې وژغوري.

طالب جنګیالیو د «د افغانو مېرمنو د خپلواکۍ غورځنګ» غړې او د هغې مېړه او ماشوم د سنبلې په ۲۸ مه د کابل په خیرخانه سیمه کې ونیول.

د معترضو افغان مېرمنو غورځنګ د دوشنبې په ورځ (د تلې په درېیمه) په یوه اعلامیه کې وویل، چې که څه هم د ندا پرواني له نیول کېدو شپږ ورځې تېرې شوې دي؛ خو تر اوسه د هغې په اړه هېڅ خبر نه شته.

په اعلاميه کې د دغې مدني فعالې د نيولو پر وړاندې د نړۍوالو سازمانونو پر "دردونکې چوپتيا" نيوکه شوې ده.

په کابل کې سرچینو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالب جنګیالیو لومړی د مېرمن پرواني مېړه ارش پرواني ونیوه او بیا یې ندا ​​پرواني او د هغې ماشوم په خیرخانه کې له خپل کور څخه یوړل.

طالب چارواکو د دغه مدني فعال د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

نور خبرونه

رادیو