هانګژو سیالۍ؛ افغان ښځینه والیبال لوبډله وايي د تمرین اسانتیاوې نه لري

AP ۱۴۰۲ تله ۲

د افغانستان د ښځو والیبال لوبډله په هانګژو سیالیو کې د تمریني اسانتیاوو د نشتوالي له امله ناهیلې ده.

دوی د طالب واکمنو له حکم په سرغړونه دې سیالیو ته له بهر تللې دي، خو اندېښمنې دي چې سیالیو ته به هغسې تیاری ونه لري لکه څنګه چې پکار ده.

د لوبډلې مشره خوشال ملکزۍ وايي، هانګژو ته تېره پنجشنبه رسېدلې دي، خو د تمرین لپاره یې ځای نه درلود یوازې په تالار کې یې بدني ورزش کړی دی.

هغې رویټرز ته وویل، موږ لا هم کوم تمرین ونه کړ.

"موږ ته پکار چې د دوی پر توپ تمرین وکړو. زه نه پوهیږم چې دوی له ټولو اسانتیاوو لرلو سره ولې د یو یا دوه ساعتونو لپاره تمرین نه کوي.

ملکزۍ وويل، د شنبې په ورځ دښځو د سيالیو له پیلېدو دوه ورځې وړاندې دوى ته يوه روزنيزه غونډه ځانګړې شوې وه.

په مهمو اتلولیو کې لوبډلې تر سیالۍ مخکې ډېره پرلپسې او ورځانه له منظمو امکاناتو سره تمرین کوي.

د هانګژو سیالیو تنظیموونکو او د اسیا اولمپیک کونسل لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو پسې د ښځو لوبې بندې دي او ډېرې لوبغاړې بهر ته کډوالې شوې.

د اسیا او نړیوالې اولمپیک کمېټو په ملاتړ د افغانستان جلا وطنه ملي اولمپیک کمېټې ۱۷ لوبغاړې د والیبال، پهلوانۍ او د سیکل ځغلولو په برخه کې هانګژو ته لېږلې دي.

دې ۱۷ کسیزې ډلې د هانګژو پرېډ کې د درې رنګه ملي بیرغ لېږدولو سره ګډون وکړ چې طالبانو پرې بندیز لګولی خو په بهر کې یې افغان لوبډلې په لوبو کې کاروي

نور خبرونه

رادیو