د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې د افغان نجونو پر زدکړو د بندیز د لیرې کېدو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۲ تله ۲

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۸ مه غونډه کې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زدکړو د بندیز د لیرې کېدو غوښتنه وکړه.

رتنو مارسودي وویل، د اندونیزیا چارواکي په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د تامین لپاره هر څه کوي.

دې وویل چې د افغانانو د ګټو ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.

اندونیزیا چې د نړۍ تر ټولو زیات نفوس لرونکی مسلمان هیواد دی، تر دې مخکې پر طالبانو غږ کړی چې پر ښځو بندیزونه لیرې کړي.

د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګڼو اسلامي هېوادونو چارواکو په خپلو ویناوو کې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر زدکړو بندیز لیرې کړي.

د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم د جمعې په ورځ (۳۱ سنبله) د ملګرو ملتوتو په عمومي اسمبلۍ کې په خپله وینا کې وویل چې د نجونو د تعلیم له حق څخه انکار د اسلام له لارښوونو څخه سرغړونه ده.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیضي سیاستونو مخه ونیسي.

په ۱۴۰۰ کال د اسد په میاشت کې کابل ته د بیا ننوتلو وروسته، طالبانو له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تللو منع کړې او تېر ژمی یې هم د دوی پوهنتوني زدکړې بندې کړې.

له څه باندې دوو کلونو وروسته دغې ډلې د ښوونځیو د بیا پرانستلو کورنیو او نړیوالو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

د بشري حقونو فعالان وايي، طالبانو لږ تر لږه ۶۵ قوانین وضع کړي چې له مخې یې ښځې له عامه ژوند څخه بې برخې دي.

طالبانو پر ښځو د بندیزونو د لیرې کولو لپاره د هېوادونو غوښتنې په خپلو چارو کې لاسوهنه بللې او تر اوسه یې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو